پست‌ها

نمایش پست‌ها از مارس, ۲۰۲۵

د روسیې لوی څارنوال: طالبان باید له تور لېست وویستل شي

تصویر
د روسیې لوی څارنوال د خپل هیواد له سترې محکمې وغوښټل چې طالبان له تور لیسته وباسي او بندیزونه دې پرې ختم کړي. د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ له سترې محکمې وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر فعالیتونو لګول شوی بندیز پای ته ورسوي . د مسکو د بهرنیو چارواو عدلیې وزارتونو تېره اوونۍ ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو غوښتنلیک سپارلی و، چې له مخې یې طالبان باید د روسیې د تروریستي سازمانونو له لیست څخه و ایستل شي . طالبان له ٢٠٠٣ کال راهیسې په روسیه کی د منع شویو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې دي . طالبان یوه سیاسي او اسلامي وسله واله ډله ده، چې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې په افغانستان کې راڅرګنده شوه، او وروسته واک ته ورسېده . د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ اپتلاف د طالبانو حکومت وپرزاوه خو کله چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکا له افغانستانه ووتله طالبان بیا واک ته ورسیدل .

نوراحمد لکڼوال د ۲۰۲۵ کال ای پي ایل کې تراوسه تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی

تصویر
د هند په شل اوریز سوداګریز لیګ(ای‌پي‌ایل) کې افغان ورو توپ اچوونکی نور احمد غوره ځلېدلی او د نورو لوبغاړو په پرتله زیاتې ویکټې اخیستې دي . ای‌پي‌ایل کې تر دې دمه ۱۱ لوبې ترسره شوې دي. ترټولو ډېرې ویکټې افغان ورو توپ اچوونکي نور احمد ترلاسه کړې دي . له نور ترڅنګ د تر ټولو زیاتې منډو په کیست کې بیا د ویسټ اینډیزي لوبغاړي نیکولاس پورن اول مقام کې ځی کې دی .   نور احمد چې په سږني پړاو ای‌پي‌ایل کې له چینای لوبډلې سره لوبېږي په یوازې درې لوبو کې یې ۹ ویکټې ترلاسه کړې دي او له ټولو توپ اچوونکو څخه مخکښ دی . د زیاتو منډو جوړوونکو په ډله کې بیا نیکولاس پورن په یوازې دوه لوبو کې ۱۱۴ منډې جوړې کړې دي . له دې سره نور د هندي مبصرين پام ځانته اړولی او په اړه یې وايي: «په نوراحمد لکڼوال چې کوم توپ وهونکی د شپږیزې، څلوريزې او په ټوله کې د شاټ هڅه کوي نو سل سلنه د ويکټ ورکولو وېره او احتمال شته .» د یادولو وړ ده، چې د ای‌پي‌اېل لوبو په لړ کې ۱۲ مه لوبه نن ماښام ۶ نیمې بجې د ممبي او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د کلکتې لوبډلې په ګټه افغان لوبغاړی رحمان‌الله ګربز او په ممبي لوبډلې...

افغانستان او ایران کې زېږېدلي کاناډایان امریکا ته نه شي ننوتلی

تصویر
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د سختو پالیسیو وروسته، د کاناډا ورځپاڼې ګلوب‌اند میل راپور ورکړ، ځینې کاناډایی اتباع چې په ایران او افغانستان کې زېږېدلي دي امریکا ته له ننوتلو منع شوي دي . ورځپاڼې تېره ورځ (جمعه، د مارچ ۲۸ مه) راپور ورکړ چې له دې کسانو څخه د پولې څخه د تېرېدو پر مهال سختې پوښتنې وشوې، او ځینې یې حتی د ننوتلو مخه ونیول شوه . په راپور کې راغلي چې دا اقدام د بهرنیو اتباعو د تفتیش په اړه د ټرمپ ادارې د سختو پالیسیو په تعقیب دی . خو، په کاناډا کې حقوقي کارپوهانو له حکومت څخه غوښتي چې متحده ایالاتو ته د سفر د ګواښونو په اړه رسمي خبرداری ورکړي، چې پکې د ویزې لغوه‌کېدو، د نکسوس کارت لغوه کیدو، یا حتی د نیول‌کېدو او له متحده ایالاتو څخه د شړلو امکان شامل‌کېدی شي . امریکا ته د کډوالو پر ننوتلو بندیز وروسته له هغه سخت شو چې ډونالډ ټرمپ د کډوالو د سختې څارنې اجرایوي فرمان صادر کړ .

ټرمپ ته د طالبانو غبرګون؛ افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې نه درکوو

تصویر
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دې ډلې ملکیت دی او بېرته نه ورکول کېږي . هغه په ورته وخت کې د طالبانو او امریکا د اړیکو د ښه کولو لپاره وړاندیز وکړ چې متحده ایالات کولی شي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي . عبدالقهار بلخي د سي‌بي‌اېس‌نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: «د افغانستان ناسپړل شوي معدني شتمنۍ د متحده ایالاتو لپاره خلاصې دي .» ډونالډ ټرمپ د حمل په ۷ مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر جوبایډن انتقاد وکړ او ویې ویل چې هغه میلیاردونه ډالر امریکایي تجهیزات افغانستان ته ورکړل. ټرمپ وویل: «کېدای شي اړ شو چې دا (تجهیزات) بېرته واخلو، که څه هم اوس یو څه زړې شوې دي .» هغه مخکې هم په یوه وینا کې ویلي و چې د طالبانو د نظامي پریډ لیدل د امریکایي تجهیزاتو سره هغه سخت غوسه کوي . د طالبانو اداره په افغانستان کې پاتې امریکایي تجهیزات د جګړې غنیمت ګڼي او وايي چې له همدې امله یې بېرته نه ورکوي . ټرمپ هم د تېر کال د حوت په میاشت ...

اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالره مرسته کوي

تصویر
د اسټرالیا  د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دې هېواد حکومت د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړې ده. دې وزارت نن (جمعه، د حمل ۸ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې اسټرالیا   به د غزې لپاره ۱۱ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته او ۱۵ میلیونه ډالر د میانمار او افغانستان کې اغېزمنو خلکو ته د اړین ملاتړ په توګه چمتو کړي. د دې اعلامیې له مخې، د دې بودیجې پنځه میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو شریکانو ته د دې توان ورکولو لپاره ځانګړي شوي چې افغانستان کې ښځو او نجونو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي. د اسټرالیا   د بهرنیو چارو وزیره پني وانګ ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان د هغو ښځو او نجونو په ملاتړ کې ثابت‌قدم دی چې «د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو په وړاندې یې بې‌ساري زړورتیا ښودلې ده.» د اسټرالیا   د نړیوالې پراختیا وزیر پت کانروي هم ویلي چې د عاجلو بشردوستانه شرایطو په وخت کې د ښځو او نجونو ملاتړ د دې هېواد د بشردوستانه پالیسۍ یو اساسي رکن دی. هغه زیاته کړې: «موږ پوهېږو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې وضعیت ناورین ...

ډونالډ ټرمپ: کېدای شي اړ شو چې افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو

تصویر
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکایي نظامي تجهیزاتو په بېرته ترلاسه کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې واشنګټن کېدای شي اړ شي دا تجهیزات بېرته واخلي . ټرمپ یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې که څه هم دغه وسلې اوس زړې شوې دي، خو امریکا نوي تجهیزات جوړوي . هغه وویل: «موږ خپل پوځبیا جوړ کړ، خو د دې ډېره برخه مو افغانستان ته ورکړه. دا کس (جو بایډن، د امریکا پخوانی ولسمشر) زما مطلب دی، هغه یې میلیاردونه او میلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکړل او کېدای شي اړ شو چې دا بېرته واخلو، که څه هم اوس یو څه زړې شوې دي .» ډونالډ ټرمپ څو ځله په افغانستان کې د پاتې امریکایي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو او په بګرام کې د امریکا د شتون په اړه ټینګار کړی دی. سرچینو مخکې افغان‌ناو ته ویلي وو چې هغه امریکایي پلاوی چې یوه اوونۍ مخکې افغانستان ته راغلی و، طالبانو ته دوه انتخابونه ورکړي دي: یا دې په بګرام کې د امریکا شتون ومني یا دې نظامي تجهیزات بېرته وسپاري . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور له خپرېدو وروسته ویلي چې د بګرام یا نظامي تجهیزاتو په اړه له امری...

طالبانو د پنجشیر له ۲۰۰۰ قیراطو زیات زمرود وپلورل

تصویر
د پنجشیر ولایت طالب مسوولین وایي، د یاد ولایت ۲ زره ۲۰۹ قیراطه زمرد په ۱۴۶ زره ۳۰۰ ډالرو پلورل شوي دي . د پنجشیر ولایت مسوولینو ویلي چې د زمردو دا اندازه نن (چهارشنبې، د حمل په ۶ مه) د یاد ولایت د مقام په تالار کې   لیلام ته وړاندې شوي وو . په خبرپاڼه کې راغلي چې د پنجشیر د سوداګرو ترڅنګ د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه نږدې دولس پانګوالو په دې لیلام کې برخه اخیستې وه . پخوا هم په پنجشیر کې د کانونو د استخراج له پیل راهیسې، په زرګونو قیراط زمرد د لیلامونو له لارې پلورل شوي دي . افغانستان په نړۍ کې د زمردو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دی، او د پنجشیر زمرد د لوړ کیفیت لرونکي رنګونو له امله د ګاڼو په بازار کې له غوره او ارزښتناکو توکو څخه ګڼل کیږي . د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې، چې په تېر/ پروسږ کال کې د ۵ ٫ ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنجشیر ۷۸ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي . د یاد وزارت د مسوولینو په وینا، په پنجشیر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي دي، چې له دې ډلې ۵۰۰ یې فعال دي .

کاپیسا ولایت کې د ۶۸ پراختیايي پروژو کارونه پیل شوي

تصویر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي چې د کاپيسا ولایت په «تګاب» ولسوالۍ کې یې د ۶۸ پراختیایي پروژو چارې پیل کړې دي . د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دې ۶۸ پروژو چارې نن (سې‌شنبې د حمل ۵ مه) پیل شوې دي . ویل کېږي چې په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي، او عملي کارونه یې نن پیل شوي دي . د سرچینې د معلوماتوله مخې چې د دې پروژو د چارو د پیل په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست او یو شمېر نورو ځایي چارواکو ګډون کړی و . تر دې مخکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د لسګونه پراختیایي پرژو د عملي چارو د پیلېدو راپورونه ورکړل شوي وو . بلخوا د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو له حکومته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د پراختیايي پرژو د پيل غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې د سرپرست حکومت مسوولینو هم سږ کال په ډېرو ولایتونو کې د اوبو د کوچنیو بندونو او کلیوالي سړکونو د جوړولو ژمنې کړې دي . د ویلو ده چې په هېواد کې ډېری پروژې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ پلې کېږي .

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

تصویر
د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي د طالبانو له چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره د يوې ګډې طرحې د جوړولو خبر ورکړی او ټينګار يې کړی چې دا بهير به په «تدريجي او باعزته» توګه ترسره شي . ښاغلي عراقچي د دوشنبې په ورځ د کابل وروستي سفر ته په اشارې سره ويلي چې په دې ليدنه کې د ناقانونه کډوالو د وتلو اړتيا په اړه «مفصل بحث او خبرې اترې وشوې او دواړو خواوو د هغو اتباعو د راستنېدو پر اړتيا ټينګار وکړ چې په ناقانونه توګه ايران ته داخل شوي دي .» عراقچي د دې بهير د مديريت پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: «موږ له طالبانو سره په خبرو بوخت يو څو دا راستنېدل په اصولي او منظم ډول ترسره شي. په دې برخه کې د افغان کډوالو د تدريجي او باعزته وتلو لپاره يوه ګډه طرحه جوړه شوې او عملي کېږي .» هغه زياته کړه چې طالبان هم بايد د دې کسانو د منلو وړتيا ولري او دوی د دې بهير د عملي کولو لپاره پلان جوړوي . دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ايران کې د افغان کډوالو سره د سخت چلند راپورونه خپاره شوي دي . د ايران د کورنيو رسنيو د راپورونو له مخې، د دې هېواد پوليسو د قم ښار کې پر يوې استوګنيزې ودان...

طالبان: د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ اړیکو کې مثبت بدلون راغلی

تصویر
جورج ګلزمن د خوشې کېدو او د طالبانو د ځینو مشرانو پر سر د ټاکل شوو انعامونو د لرې کولو وروسته، دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په لور رغنده ګامونه اخیستي دي. دغه بدلونونه د کلونو کړکېچ وروسته د طالبانو او امریکا په اړیکو کې د مهمو بدلونونو څرګندونه کوي . د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۳ مه په ټولنیزه شبکه ایکس کې څرګنده کړه چې د جورج ګلزمن په خوشې کولو کې د طالبانو اقدام او د سراج الدین حقاني او نورو طالب مشرانو لپاره د امریکا لخوا ټاکل شوي انعامونو لغوه کولو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د پرمختګ نښه ده . دغه پېښې څرګندوي چې دواړه خواوې هڅه کوي د جګړې د وخت اغېزې شاته پرېږدي او د رغنده تعامل په لور حرکت وکړي . جلالي همدارنګه ټینګار وکړ: په افغانستان او امریکا کې د وروستیو پرمختګونو بېلګه د دواړو هېوادونو د واقعیت پر بنسټ او عملي همکارۍ ده . د طالبانو د ادارې چارواکو هم په دې لاره کې راتلونکي ګامونه په پام کې نیولي او څرګنده کړې یې ده چې دوی به د امریکا سره د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي . د یادونې وړ ده چې د ګلیزمن خوشې ...

د افغانستان بانک اعلامیه؛ سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کوي

تصویر
د افغانستان بانک اعلان کړی چې د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتلو په موخه سبا ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په ډول په ازاد بازار کې پلوري . افغانستان بانک ویلي چې دا لیلام به سبا (سې‌شنبې د حمل ۵ مه) وشي. دوی له ټولو صرافیو او په شرایط برابر بانکونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي . د افغانستان بانک په اعلامیه کې ویل شوي هغه سوداګریز بانکونه، د تبادلې شرکتونه، او د مالي خدماتو چمتو کونکي د خپلې اړتیا پر اساس په دې لیلام کې برخه اخیستلای شي . افغانستان بانک ټینګار کړی چې د لیلام ګټونکي باید د همدې ورځې تر پایه پورې خپل حسابونه تصفیه کړي. همدارنګه، د ژمنه شوې اندازې تادیه باید په نغدي او یوځل ترسره شي، ځکه چې پدې لیلام کې د قسطونو تادیاتو اجازه نشته .   د یادونې وړ ده چې افغانستان بانک تر دې مخکې   هم د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې په موخه میلیونونه ډالر د لیلام په ډول پلورلي وو.

افغانستان کې د توبرکلوز ناروغۍ پرضد، پر مبارزه د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار

تصویر
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د توبرکلوز پر ضد د مبارزې ټینګار کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د توبرکلوز ورځې په مناسبت په افغانستان کې د دې ناروغۍ پر ضد د مبارزې خپل ملاتړ تازه کړی دی . دې سازمان د دوشنبې په ورځ، د حمل په ۴ مه ویلي چې په افغانستان کې یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکاري روانه ده . د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې: «موږ په افغانستان کې د سل ناروغۍ پر وړاندې د اړتیا وړ تخنیکي ملاتړ په وړاندې کولو کې بشپړ ژمن یو .» له دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې دغه ناروغي هر کال له ۱۰ زرو څخه تر ۱۲ زرو کسانو پورې قرباني اخلي . د روغتیا نړیوال سازمان سل ناروغي لا هم په نړیواله کچه یو ګواښونکی ناروغي ګڼلې ده .

طالبانو له ۲ میلیونو ډېرې نجونې د زده کړو له حقه بې برخې کړي

تصویر
په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل او د نوروز د رارسېدو په تړاو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یو بیان کې ویلي دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ۲.۲ میلیونه نجونې د زده کړو له حق څخه بې برخې شوې دي . د یونیسف وروستۍ بیانیه، چې د شنبې په ورځ، د مارچ د ۲۲ مې نېټې په دې نهاد رسمي ویبپاڼه کې خپره شوې ده، ټینګار کوي چې د نجونو لپاره د زده کړو د دوامداره بندیز دوام د دوی راتلونکی له جدي خطر سره مخامخ کوي . د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په وینا، که د طالبانو لخوا د نجونو د زده کړو او تعلیم پهوړاندې بندیز دوام ومومي، د ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې نجونې به په راتلونکو پنځو کلونو کې له ۴ میلیونو څخه زیاتې شي . د یونیسف اجرایي رییسه، کاترین راسل، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر بندیز د تباه کوونکي اغېز یادونه کړې ده او ویلي یې دي، چې دا بندیز به د روغتیايي سیستم، اقتصاد، او د هېواد په راتلونکي منفي اغېز وکړي . د کاترین راسل په وینا، د روان حالت د دوام په صورت کې، په افغانستان کې د ماشومانو ودونو یا ماشوم-میړنۍ شمېر به زیات شي، او دا موضو...