ډونالډ ټرمپ: کېدای شي اړ شو چې افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکایي نظامي تجهیزاتو په بېرته ترلاسه کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې واشنګټن کېدای شي اړ شي دا تجهیزات بېرته واخلي.
ټرمپ یوې غونډې ته د وینا
پر مهال وویل چې که څه هم دغه وسلې اوس زړې شوې دي، خو امریکا نوي تجهیزات جوړوي.
هغه وویل: «موږ خپل پوځبیا جوړ کړ، خو د دې ډېره برخه مو افغانستان ته ورکړه. دا کس (جو بایډن، د امریکا
پخوانی ولسمشر) زما مطلب دی، هغه یې میلیاردونه او میلیاردونه ډالر افغانستان ته
ورکړل او کېدای شي اړ شو چې دا بېرته واخلو، که څه هم اوس یو څه زړې شوې دي.»
ډونالډ ټرمپ څو ځله په
افغانستان کې د پاتې امریکایي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو او په بګرام کې د امریکا
د شتون په اړه ټینګار کړی دی.
سرچینو مخکې افغانناو
ته ویلي وو چې هغه امریکایي پلاوی چې یوه اوونۍ مخکې افغانستان ته راغلی و،
طالبانو ته دوه انتخابونه ورکړي دي: یا دې په بګرام کې د امریکا شتون ومني یا دې
نظامي تجهیزات بېرته وسپاري.
د طالبانو ویاند ذبیح
الله مجاهد د دې راپور له خپرېدو وروسته ویلي چې د بګرام یا نظامي تجهیزاتو په اړه
له امریکایي پلاوي سره هېڅ خبرې نه دي شوې.

نظرات
ارسال یک نظر