د اشرافیه تپل شوی نظام او د بلوچستان چیغه: ایا حافظ نعیم الرحمن د مځکنۍ سوداګرۍ په مټ اقتصادي ژغورنه راوستی شي؟
په هېواد کې د تېلو او برېښنا د بیو بې رحمانه زیاتوالي او د پټرولیم په سر د روان جیو-پولیټیک بحران ولس تر پوزې راوستی دی. په داسې حال کې چې د واکمنې طبقې د ناسمې تګلارې له امله د ولسي وګړو سوداګري او روزګار له سخت ټکان سره مخ دی، د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمن د ژوب په تاریخي ولسي غونډه کې د "بدل دو نظام" (نظام بدل کړئ) تر شعار لاندې د تپل شوې اشرافیه پر وړاندې د یو نوي ملي پاڅون غږ پورته کړ. د هغه دا غوښتنه چې د افغانستان سره دې د چمن او نورې سرحدي لارې پرانیستل شي او د ایران سره دې د تېلو سوداګري قانوني شي، د وخت یو داسې ضرورت دی چې د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره د اکسیجن حیثیت لري. حقیقت دا دی چې د مرکز د غلطو او د شپې په تندر کې د څو کسانو د ګټو لپاره د پولو بندول د بلوچستان او پښتونخوا د زرګونو کورنیو مړۍ بندول دي. حافظ نعیم الرحمن په خورا زړورتیا سره دا دریځ روښانه کړ چې تر هغې په هېواد کې د تېلو د بیو د مهارولو او اقتصادي خلاصون خوب نه شي رښتیا کېدای، تر څو چې د ګاونډیو هېوادونو سره زموږ مځکنۍ او دودیزه سوداګري له سیاسي بې ثباتۍ څخه جلا نه کړل شي. د چمن او ډیورنډ ک...