د افغانستان بانک اعلامیه؛ سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کوي


د افغانستان بانک اعلان کړی چې د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتلو په موخه سبا ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په ډول په ازاد بازار کې پلوري.

افغانستان بانک ویلي چې دا لیلام به سبا (سې‌شنبې د حمل ۵مه) وشي. دوی له ټولو صرافیو او په شرایط برابر بانکونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې ویل شوي هغه سوداګریز بانکونه، د تبادلې شرکتونه، او د مالي خدماتو چمتو کونکي د خپلې اړتیا پر اساس په دې لیلام کې برخه اخیستلای شي.

افغانستان بانک ټینګار کړی چې د لیلام ګټونکي باید د همدې ورځې تر پایه پورې خپل حسابونه تصفیه کړي. همدارنګه، د ژمنه شوې اندازې تادیه باید په نغدي او یوځل ترسره شي، ځکه چې پدې لیلام کې د قسطونو تادیاتو اجازه نشته.

 د یادونې وړ ده چې افغانستان بانک تر دې مخکې  هم د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې په موخه میلیونونه ډالر د لیلام په ډول پلورلي وو.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي