د روسیې لوی څارنوال: طالبان باید له تور لېست وویستل شي
د روسیې لوی څارنوال د خپل هیواد له سترې محکمې وغوښټل چې طالبان له تور لیسته وباسي او بندیزونه دې پرې ختم کړي.
د روسیې د لویې څارنوالۍ
دفتر د دوشنبې په ورځ له سترې محکمې وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر فعالیتونو
لګول شوی بندیز پای ته ورسوي.
د مسکو د بهرنیو چارواو عدلیې وزارتونو تېره اوونۍ ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو غوښتنلیک سپارلی و، چې
له مخې یې طالبان باید د روسیې د تروریستي سازمانونو له لیست څخه و ایستل شي.
طالبان له ٢٠٠٣ کال
راهیسې په روسیه کی د منع شویو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې دي.
طالبان یوه سیاسي او
اسلامي وسله واله ډله ده، چې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې په افغانستان کې راڅرګنده
شوه، او وروسته واک ته ورسېده.
د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ اپتلاف د طالبانو حکومت وپرزاوه خو کله چې
امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکا له افغانستانه ووتله
طالبان بیا واک ته ورسیدل.

نظرات
ارسال یک نظر