عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي
د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي د طالبانو له چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره د يوې ګډې طرحې د جوړولو خبر ورکړی او ټينګار يې کړی چې دا بهير به په «تدريجي او باعزته» توګه ترسره شي.
ښاغلي عراقچي د دوشنبې
په ورځ د کابل وروستي سفر ته په اشارې سره ويلي چې په دې ليدنه کې د ناقانونه کډوالو
د وتلو اړتيا په اړه «مفصل بحث او خبرې اترې وشوې او دواړو خواوو د هغو اتباعو د
راستنېدو پر اړتيا ټينګار وکړ چې په ناقانونه توګه ايران ته داخل شوي دي.»
عراقچي د دې بهير د
مديريت پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: «موږ له طالبانو سره په خبرو بوخت يو څو
دا راستنېدل په اصولي او منظم ډول ترسره شي. په دې برخه کې د افغان کډوالو د
تدريجي او باعزته وتلو لپاره يوه ګډه طرحه جوړه شوې او عملي کېږي.»
هغه زياته کړه چې
طالبان هم بايد د دې کسانو د منلو وړتيا ولري او دوی د دې بهير د عملي کولو لپاره
پلان جوړوي.
دا څرګندونې داسې مهال
کېږي چې ايران کې د افغان کډوالو سره د سخت چلند راپورونه خپاره شوي دي.
د ايران د کورنيو
رسنيو د راپورونو له مخې، د دې هېواد پوليسو د قم ښار کې پر يوې استوګنيزې ودانۍ یرغل
ور وړی او ۲۱ ناقانونه کډوال نيولي او د کډوالو کمپ ته يې
لېږدولي دي.
د ايران پوليسو دغه
کسان د خلکو د «مزاحمت» په تور تورن کړي او ويلي يې دي چې دا اقدام د هغو راپورونو
په تعقيب ترسره شوی چې د دې کډوالو د ناقانونه شتون په اړه ترلاسه شوي وو.
په وروستيو مياشتو کې
د افغان کډوالو پر وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت فشارونه زيات شوي دي.
راپورونه ښيي چې په
ايران کې په ځينو ښارونو کې د افغان اتباعو ګمارنه منع شوې او حتی د کورونو ځینو مالکانو
له دوی سره د کورونو د کرايې کولو ډډه کړې ده.
په همدې حال کې، د
بشري حقونو سازمان «ههنگاو» د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۳ کال د اسد په
۱۵مه، په يوې اعلاميه کې په ايران کې د افغان
کډوالو پر وړاندې د «نژادپالنې» د زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په دې اعلاميه کې
راغلي: «د افغانانو پر وړاندې د نژادپالنې يوه څپه، که حکومتي وي او که ټولنيزه،
په ايران کې د ليدو وړ ده.»
د دې سياستونو په
دوام، په ايران کې د افغان کډوالو د حقوقي او انساني وضعيت په اړه اندېښنې زياتې
شوې دي او د بشري حقونو فعالانو د دې اقداماتو د احتمالي ناوړه پايلو په اړه
خبرداری ورکړی دی.

نظرات
ارسال یک نظر