طالبان: د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ اړیکو کې مثبت بدلون راغلی


جورج ګلزمن د خوشې کېدو او د طالبانو د ځینو مشرانو پر سر د ټاکل شوو انعامونو د لرې کولو وروسته، دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په لور رغنده ګامونه اخیستي دي.

دغه بدلونونه د کلونو کړکېچ وروسته د طالبانو او امریکا په اړیکو کې د مهمو بدلونونو څرګندونه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۳مه په ټولنیزه شبکه ایکس کې څرګنده کړه چې د جورج ګلزمن په خوشې کولو کې د طالبانو اقدام او د سراج الدین حقاني او نورو طالب مشرانو لپاره د امریکا لخوا ټاکل شوي انعامونو لغوه کولو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د پرمختګ نښه ده.

دغه پېښې څرګندوي چې دواړه خواوې هڅه کوي د جګړې د وخت اغېزې شاته پرېږدي او د رغنده تعامل په لور حرکت وکړي.

جلالي همدارنګه ټینګار وکړ: په افغانستان او امریکا کې د وروستیو پرمختګونو بېلګه د دواړو هېوادونو د واقعیت پر بنسټ او عملي همکارۍ ده.

د طالبانو د ادارې چارواکو هم په دې لاره کې راتلونکي ګامونه په پام کې نیولي او څرګنده کړې یې ده چې دوی به د امریکا سره د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ګلیزمن خوشې کېدل د دې لامل شو چې د اشرف غني د حکومت له سقوط او له افغانستان څخه د امریکا د نظامي ځواکونو د وتلو وروسته، لومړۍ امریکایي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

ډېر افغان شنونکي او د طالبانو د ادارې چارواکي دغه سفر د دوه اړخیزو اړیکو د بدلون په لور یو مثبت ګام ګڼي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي