کاپیسا ولایت کې د ۶۸ پراختیايي پروژو کارونه پیل شوي


د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي چې د کاپيسا ولایت په «تګاب» ولسوالۍ کې یې د ۶۸ پراختیایي پروژو چارې پیل کړې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دې ۶۸ پروژو چارې نن (سې‌شنبې د حمل ۵مه) پیل شوې دي.

ویل کېږي چې په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي، او عملي کارونه یې نن پیل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتوله مخې چې د دې پروژو د چارو د پیل په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست او یو شمېر نورو ځایي چارواکو ګډون کړی و.

تر دې مخکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د لسګونه پراختیایي پرژو د عملي چارو د پیلېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

بلخوا د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو له حکومته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د پراختیايي پرژو د پيل غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې د سرپرست حکومت مسوولینو هم سږ کال په ډېرو ولایتونو کې د اوبو د کوچنیو بندونو او کلیوالي سړکونو د جوړولو ژمنې کړې دي.

د ویلو ده چې په هېواد کې ډېری پروژې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ پلې کېږي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي