افغانستان او ایران کې زېږېدلي کاناډایان امریکا ته نه شي ننوتلی


د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د سختو پالیسیو وروسته، د کاناډا ورځپاڼې ګلوب‌اند میل راپور ورکړ، ځینې کاناډایی اتباع چې په ایران او افغانستان کې زېږېدلي دي امریکا ته له ننوتلو منع شوي دي.

ورځپاڼې تېره ورځ (جمعه، د مارچ ۲۸مه) راپور ورکړ چې له دې کسانو څخه د پولې څخه د تېرېدو پر مهال سختې پوښتنې وشوې، او ځینې یې حتی د ننوتلو مخه ونیول شوه.

په راپور کې راغلي چې دا اقدام د بهرنیو اتباعو د تفتیش په اړه د ټرمپ ادارې د سختو پالیسیو په تعقیب دی.

خو، په کاناډا کې حقوقي کارپوهانو له حکومت څخه غوښتي چې متحده ایالاتو ته د سفر د ګواښونو په اړه رسمي خبرداری ورکړي، چې پکې د ویزې لغوه‌کېدو، د نکسوس کارت لغوه کیدو، یا حتی د نیول‌کېدو او له متحده ایالاتو څخه د شړلو امکان شامل‌کېدی شي.

امریکا ته د کډوالو پر ننوتلو بندیز وروسته له هغه سخت شو چې ډونالډ ټرمپ د کډوالو د سختې څارنې اجرایوي فرمان صادر کړ.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي