متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي


په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له اوږدې جګړې، اقتصادي ستونزو او روغتیايي ننګونو سره مخ دی، د سیمې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د افغانانو د روغتیايي وضعیت د ښه‌والي لپاره مرسته وکړي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د عامې روغتیا وزارت تازه اعلان کړی، چې قطر، سعودي عربستان او په ځانګړي ډول متحده عربي امارات له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د چهارشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې له رئیس، حنان بلخي، او همداراز د قطر، سعودي عربستان او اماراتو د روغتیا وزارتونو له استازو سره آنلاین ناسته کړې ده. په دغه ناسته کې د روغتیايي خدماتو پراخولو، د ساري ناروغیو، په ځانګړي ډول د ګوزڼ یا پولیو پر ضد مبارزې، او د نړیوالو مرستو د جلبولو په اړه خبرې شوې دي.

د اماراتو ځانګړې ونډه

که څه هم قطر او سعودي عربستان هم د همکاریو ژمنې کړې، خو د متحده عربي اماراتو رول پیاوړی او د پام وړبلل شوی. متحده عربي امارات تر دې وړاندې هم د پولیو واکسین د کمپاینونو لپاره د مالي او تخنیکي امکاناتو برابرول، د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې او تجهیز په برخو کې د پام وړ مرستې کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې اماراتي چارواکو یو ځل بیا ژمنه کړې چې د افغانستان د روغتیايي سکتور ملاتړ ته به دوام ورکړي، په ځانګړي ډول د هغو سیمو لپاره چې تر اوسه له روغتیايي خدماتو بې‌برخې پاتې دي. دا ژمنه له هغه وروسته کېږي، چې د افغانستان له یو شمېر لرې پرتو ولایتونو څخه راپورونه ورکړل شول چې لا هم هلته د واکسیناسیون کچه ټيټه او د ساري ناروغیو خپرېدل د اندېښنې وړ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ملاتړ

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازي هم په دې ناسته کې ټینګار کړی چې باید د افغانستان روغتیايي خدمات بنسټیز او پایدار شي. دا سازمان د نړیوالو مرستو د همغږۍ لپاره مهم رول لري، خو له سیمه‌ ییزو لوبغاړو لکه اماراتو، قطر او سعودي عربستان پرته دا مرستې اغېزمن تطبیق کېدای نه شي.

متحده عربي اماراتو د افغانستان لپاره یوازې یو خیریه هېواد نه دی، بلکې یو مهم ستراتیژیک شریک ګرځېدلی، چې هڅه کوي د افغانانو ژوند د اوږدمهاله پروژو د تطبیق له لارې بدل کړي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني