ټرمپ ته د طالبانو غبرګون؛ افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې نه درکوو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دې ډلې ملکیت دی او بېرته نه ورکول کېږي.
هغه په ورته وخت کې د طالبانو او امریکا د اړیکو
د ښه کولو لپاره وړاندیز وکړ چې متحده ایالات کولی شي د افغانستان په کانونو کې
پانګونه وکړي.
عبدالقهار بلخي د سيبياېسنیوز سره په یوه
مرکه کې وویل: «د افغانستان ناسپړل شوي معدني شتمنۍ د متحده ایالاتو لپاره خلاصې دي.»
ډونالډ ټرمپ د حمل په ۷مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته
د وینا پر مهال پر جوبایډن انتقاد وکړ او ویې ویل چې هغه میلیاردونه ډالر امریکایي تجهیزات
افغانستان ته ورکړل. ټرمپ وویل: «کېدای شي اړ شو چې دا (تجهیزات) بېرته واخلو، که څه
هم اوس یو څه زړې شوې دي.»
هغه مخکې هم په یوه وینا کې ویلي و چې د
طالبانو د نظامي پریډ لیدل د امریکایي تجهیزاتو سره هغه سخت غوسه کوي.
د طالبانو اداره په افغانستان کې پاتې امریکایي
تجهیزات د جګړې غنیمت ګڼي او وايي چې له همدې امله یې بېرته نه ورکوي.
ټرمپ هم د تېر کال د حوت په میاشت کې یو امریکایي چارواکي ته دنده ورکړه چې د طالبانو څخه د امریکایي نظامي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یوه طرحه جوړه کړي.

نظرات
ارسال یک نظر