اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالره مرسته کوي

د اسټرالیا  د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دې هېواد حکومت د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.

دې وزارت نن (جمعه، د حمل ۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې اسټرالیا  به د غزې لپاره ۱۱ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته او ۱۵ میلیونه ډالر د میانمار او افغانستان کې اغېزمنو خلکو ته د اړین ملاتړ په توګه چمتو کړي.

د دې اعلامیې له مخې، د دې بودیجې پنځه میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو شریکانو ته د دې توان ورکولو لپاره ځانګړي شوي چې افغانستان کې ښځو او نجونو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

د اسټرالیا  د بهرنیو چارو وزیره پني وانګ ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان د هغو ښځو او نجونو په ملاتړ کې ثابت‌قدم دی چې «د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو په وړاندې یې بې‌ساري زړورتیا ښودلې ده.»

د اسټرالیا  د نړیوالې پراختیا وزیر پت کانروي هم ویلي چې د عاجلو بشردوستانه شرایطو په وخت کې د ښځو او نجونو ملاتړ د دې هېواد د بشردوستانه پالیسۍ یو اساسي رکن دی.

هغه زیاته کړې: «موږ پوهېږو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې وضعیت ناورین دی او موږ ویاړو چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د حیاتي روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته کوو.»

د امریکا له خوا افغانستان ته د مرستو د بندېدو وروسته، د دې هېواد د مرستندویه ادارو د بودیجې کمښت له ستونزې سره مخ شوی دی. دغه وضعیت د افغانستان پر روغتیایي سکټور هم شدیده اغېزه کړې ده. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د بودیجې د کمښت له امله ښایي په افغانستان کې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل شي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي