نوراحمد لکڼوال د ۲۰۲۵ کال ای پي ایل کې تراوسه تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی


د هند په شل اوریز سوداګریز لیګ(ای‌پي‌ایل) کې افغان ورو توپ اچوونکی نور احمد غوره ځلېدلی او د نورو لوبغاړو په پرتله زیاتې ویکټې اخیستې دي.

ای‌پي‌ایل کې تر دې دمه ۱۱ لوبې ترسره شوې دي. ترټولو ډېرې ویکټې افغان ورو توپ اچوونکي نور احمد ترلاسه کړې دي.

له نور ترڅنګ د تر ټولو زیاتې منډو په کیست کې بیا د ویسټ اینډیزي لوبغاړي نیکولاس پورن اول مقام کې ځی کې دی.

 نور احمد چې په سږني پړاو ای‌پي‌ایل کې له چینای لوبډلې سره لوبېږي په یوازې درې لوبو کې یې ۹ ویکټې ترلاسه کړې دي او له ټولو توپ اچوونکو څخه مخکښ دی.

د زیاتو منډو جوړوونکو په ډله کې بیا نیکولاس پورن په یوازې دوه لوبو کې ۱۱۴ منډې جوړې کړې دي.

له دې سره نور د هندي مبصرين پام ځانته اړولی او په اړه یې وايي: «په نوراحمد لکڼوال چې کوم توپ وهونکی د شپږیزې، څلوريزې او په ټوله کې د شاټ هڅه کوي نو سل سلنه د ويکټ ورکولو وېره او احتمال شته

د یادولو وړ ده، چې د ای‌پي‌اېل لوبو په لړ کې ۱۲مه لوبه نن ماښام ۶ نیمې بجې د ممبي او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د کلکتې لوبډلې په ګټه افغان لوبغاړی رحمان‌الله ګربز او په ممبي لوبډلې کې مجیب‌الرحمان لوبېږي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي