افغانستان کې د توبرکلوز ناروغۍ پرضد، پر مبارزه د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د توبرکلوز پر ضد د مبارزې ټینګار کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د توبرکلوز ورځې
په مناسبت په افغانستان کې د دې ناروغۍ پر ضد د مبارزې خپل ملاتړ تازه کړی دی.
دې سازمان د دوشنبې په ورځ، د حمل په ۴مه ویلي چې په
افغانستان کې یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکاري روانه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې: «موږ په
افغانستان کې د سل ناروغۍ پر وړاندې د اړتیا وړ تخنیکي ملاتړ په وړاندې کولو کې
بشپړ ژمن یو.»
له دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي
و چې دغه ناروغي هر کال له ۱۰ زرو څخه تر ۱۲ زرو کسانو پورې قرباني اخلي.
د روغتیا نړیوال سازمان سل ناروغي لا هم په نړیواله
کچه یو ګواښونکی ناروغي ګڼلې ده.

نظرات
ارسال یک نظر