طالبانو د پنجشیر له ۲۰۰۰ قیراطو زیات زمرود وپلورل


د پنجشیر ولایت طالب مسوولین وایي، د یاد ولایت ۲ زره ۲۰۹ قیراطه زمرد په ۱۴۶ زره ۳۰۰ ډالرو پلورل شوي دي.

د پنجشیر ولایت مسوولینو ویلي چې د زمردو دا اندازه نن (چهارشنبې، د حمل په ۶مه) د یاد ولایت د مقام په تالار کې  لیلام ته وړاندې شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پنجشیر د سوداګرو ترڅنګ د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه نږدې دولس پانګوالو په دې لیلام کې برخه اخیستې وه.

پخوا هم په پنجشیر کې د کانونو د استخراج له پیل راهیسې، په زرګونو قیراط زمرد د لیلامونو له لارې پلورل شوي دي.

افغانستان په نړۍ کې د زمردو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دی، او د پنجشیر زمرد د لوړ کیفیت لرونکي رنګونو له امله د ګاڼو په بازار کې له غوره او ارزښتناکو توکو څخه ګڼل کیږي.

د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې، چې په تېر/ پروسږ کال کې د ۵٫۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنجشیر ۷۸ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولینو په وینا، په پنجشیر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي دي، چې له دې ډلې ۵۰۰ یې فعال دي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي