عربي اماراتو د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه ډرون هوا ته ولېږله
متحده عربي اماراتو د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرون هوا ته والوځوله تر څو میاشت معلومه کړي. د ا لومړی ځل دی چې په عربي هېوادونو کې متحده عربي امارات د لومړي ځل لپاره پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرونونه د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه هوا ته پورته کوي. د اماراتو رسنۍ وايي، دا نوی میتود د دودیزو لارو خلاف هڅه ده چې دغه هېواد یې ترسره کوي او تر ډېره د زیات باور او کره والي له اړخه هم ډاډمنه هڅه ده. دا نوښت په ملي ادارو، څیړنیزو مرکزونو او څار نیزو بنسټونو سره په همکارۍ ترسره کیږي ترڅو د هلال تایید د اعتبار لوړولو لپاره لا ډېر کار ترې واخیستل شي. لېږل شوي ډرون الوتکې به د هلال کمېټې خبر نور هم باوري کړي، کوم چې د حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) خبره ده، "ترڅو چې د رمضان میاشت ونه وینئ روژه مه نیسئ، او ترڅو چې د شوال میاشت ونه وینئ روژه مه ماتوئ ، خو که اسمان وریځ وي، نو د اندازې پر بنسټ عمل وکړئ ."