پېنټاګون پلان لري چې دغه اوونۍ ۵زره کارکوونکي له دندې ګوښه کړي
د امریکا دفاع وزارت پېنټاګون پلان لري چې دغه اوونۍ ۵۰۰۰ کارمندان له دندې ګوښه کړي.
د امریکا دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې پنټاګون
خپل ۵ زره ۴۰۰ کارمندان له دندو وباسي.
رویټرز خبري اژانس د پنټاګون د یوې سرچینې په
حواله راپور ورکړی چې دا اقدام د ډونالډ ټرمپ له لوري د فدرالي دولت د کاري ځواک د
کمولو په موخه شوی دی.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د امریکا د
دفاع وزارت (پنټاګون) څخه د دومره شمېر کارمندانو د ایستلو لړۍ به راتلونکې اوونۍ
پیل شي.
د پنټاګون دې سرچینې همداراز ویلي چې یاد وزارت
به له ۵ تر ۸ سلنې خپل کارمندان کم کړي، چې ډېری پکې غیرنظامي کسان شامل دي.
تر دې مخکې هم د ډونالډ ټرمپ په نوې اداره کې
پر «ایلان ماسک» تور پورې و چې ولسمشر ته د کاري ځواک د کمولو مشوره ورکوي.
ایلان ماسک د پخواني ټویټر (ایکس) ټولنیزې شبکې
مشر دی، او په تېرو څو کلونو کې په خپلو شخصي ادارو کې د کارمندانو د ډلهییزې ګوښهکېدنې
تجربه لري.
د ویلو ده چې ایلان ماسک اوسمهال د ټرمپ په نوې
اداره کې د اصلاحاتو پروسې مشر ټاکل شوی، او د هغه شتمني یوازې په دغه هېواد کې د
ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته ۱۷۰ میلیارده ډالره زیاته شوې ده.

نظرات
ارسال یک نظر