سلواغې میاشت له بېلابېلو ګمرکونو ۱۲۴ ټانکره بې کیفته تېل بېرته مسترد شوي دي

د مالیې وزارت وايي، چې یوازې په سلواغې میاشت کې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو ۱۲۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته مسترد شوي دي.

مالیې وزارت پرون (پنج‌شنبه، د کب ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست، چې د ټاکل سویو معیارونو له مخي هیواد ته د
واردېدونکو نفتي موادو کیفیت معلوموي، د روان
۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې د هیواد له بېلابېلو ګمرکونو څخه ۱۲۴ ټانکره د ټیټ کیفیت لرونکي وارد سوي نفتي توکي بېرته مسترد کړي دي.

سرچینې ویلي، په دغو نفتي توکو کې، چې د کیفیت له پلوه په معیار نه وو برابر، (۸۸) ټانکره ډیزل د فراه له ګمرک څخه، (۳۳) ټانکره ډیزل او (۳) ټانکره اوبلن ګاز د نیمروز ولایت له ګمرک څخه مسترد شوي دي.

د یادولو ده، چي د مالیې وزارت ‏د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل شويو معیارونو له مخې، هیواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي واردولو ته زمینه برابروي او په کلکه د بې کیفته نفتي موادو د واردولو مخنیوی کوي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي