افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې ۴۰ تنه مړه شوي


له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، چې د افغانستان په دریو ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو او ږلۍ له امله د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.

د سې‌شنبې په ورځ په فراه ولایت کې سیلونو ۲۱ کسان یووړل، په داسې حال کې چې درې نور هغه مهال مړه شول، چې د ږلۍ طوفان د دوی کور ونړاوه.

په هلمند ولایت کې شپږ تنه مړه شوي او په کندهار ولایت کې بیا سیلونو د ۹ تنو ژوند اخیستی دی.

په افغانستان کې یو شمېرولایتونه، چې فراه ولایت هم پکې شامل دی، له ۲۰۱۸ کال راهیسې له پرله پسې وچکالیو سره مخامخ دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت د ملي ادارې ویاند، عبدالله جان سیاق، پرون (چهارشنبې) رسنیو ته وویل: «په ډېری ولایتونو کې بارانونه او واورې اوري، چې له کبله یې د وچکالۍ اندازه کمه شوې ده

د سرومال له تاوانونو سره سره د وروستیو ورښتونو له کبله د وچکالۍ کمېدو او په راتلونکي کال کې د کرنیزو محصولاتو ښه کېدو ته هیلې زیاتې شوي دي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي