چمپینز ټرافي؛ ۷مه لوبه څو شیبې وروسته د اسټرالیا او سویلي افریقا تر منځ پیلېږي


د چمپینز ټرافي په اوومه لوبه کې نن اسټرالیا او سویلي افریقا د لوبې ډګر ته ښکته کیږي. هند او نیوزیلانډ نیمه پایلوبې ته ووتل، بنګله دېش او کوربه پاکستان له دې سیالیو ووتل.

د اتلانو جام په اوومه لوبه نن (سه‌شنبه، د کب ۷مه) اسټرالیا او سویلي افریقا  نن ماسپښین ۱:۳۰ بجه په راولپینډۍ کرکټ لوبغالي کې پیلیږي.

د چمپینز ټرافي په شپږمه لوبه کې تېره شپه د نیوزیلانډ کرکټ ملي لوبډلې بنګله دیش ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه او د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

دا لوبه په راولپنډۍ کې ترسره شوه، د بنګله دېش لوبډلې لومړی توپ‌ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د نهه لوبغاړو پر سوځېدو ۲۳۶ منډې جوړې کړې.

نیوزیلانډ یاد هدف په ۴۶.۱ اورونو کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ او د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

باید وویل شي چې له دې پایلې سره هند هم نیمه پایلوبې ته لار وموندله، پاکستان او بنګله دېش له دې سیالیو ووتل.

باید وویل شي چې افغانستان په اتلانو جام کې دوهمه لوبه راتلونکې چهار شنبې په ورځ د انګلستان ملي لوبډلې سره کوي، او خپله لومړنۍ لوبه یې د سویلي افریقا پر وړاندې بایللې ده.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي