ایران تازه ۲ افغانان اعدام کړي دي


ایران تازه ۶ ایرانیان او ۲ افغانان اعدام کړي دي.

په ایران کې د اعدامونو د دوام په اړه د بشر حقونو سازمانونه اندېښمن دي.

په ناروې کې مېشتې د ایران د بشري حقونو ادارې “ایران هیومن رایټس” د راپور له مخې، ایران د دوو افغانانو په شمول ۸ تنه اعدام کړي دي.

دا اعدامونه په قزل حصار زندان کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو شوي دي.

د یادې ادارې پر اساس، دا کسان په جلا جلا قضیو کې د مخدره موادو اړوند جرمونو، وسله‌وال بغاوت، جنسي تیري او قتل په تور محکوم شوي وو.

راپور زیاتوي چې دافغان اتباعو هویت نه دی افشا شوی، خو معلومات ښيي، چې دوی د جنسي تیري په تور اعدام شوي دي.

د بشري حقونو سازمان همداراز ویلي چې محمود براهوي، چې د زاهدان په بلوڅ توکم پورې تړاو لري، او حسین ساساني د پنجشنبې په ورځ اعدام شول.

که څه هم د بشري حقونو ادارې د اته کسانو د اعدام راپور ورکړی، خو د ایران دولتي رسنیو یوازې د څلورو اعدامونو پخلی کړی، چې پکې یو د قتل او درې د جنسي تیري په تور محکوم شوي وو.

 

تر اوسه د ایران چارواکو د پاتې قضیو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نور جزییات یې نه دي خپاره کړي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي

د مبایل ګټې او عیبونه: بشپړ او جامع لارښود