مسکو او تهران: افغانستان کې هر بدلون زموږ تر څار لاندې دی
پاکستانۍ رسنۍ وايي، اسلامآباد د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د پلان دویمه جوپه پیل کړې ده.
د پاکستان رسنیو د دې
هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې په دې مرحله کې به هغه افغان
اتباع چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لري، خپل هېواد ته ستانه شي چې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان چې اوس مهال په پاکستان کې مېشت دي اغېزمن کړي.
همدارنګه د افغان وګړود لېږد اقدامات له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه نهايي شوي دي. په اسلامآباد او
راولپنډۍ کې افغان اتباعو ته تر ۳۱ مارچ پورې وخت ورکړل شوی چې ځانونه ځای پر ځای
کړي.
هغه پناه غوښتونکي چې
په دریم هېواد کې د بیا مېشتېدو په لټه کې دي، اجازه به ولري چې تر ۳۰ جون پورې په پاکستان کې پاتې شي. خو هغه کسان چې د بل هېواد ویزې ته په
تمه دي، په اسلامآباد کې به د پاتې کېدو اجازه ونه لري.
د پاکستان استخباراتي
ادارې به هر ۱۵ ورځې وروسته د دې پروسې د تطبیق راپورونه د
پاکستان د لومړي وزیر دفتر ته وړاندې کړي.
د دې راپور پر بنسټ،
هغه افغان وګړي چې تر سپتمبر میاشتې پورې د بل هېواد ویزه ترلاسه نه کړي، په
پاکستان کې به د غیرقانوني مېشتو وګړو په توګه وپېژندل شي.

نظرات
ارسال یک نظر