افغان پانګه‌وال د متحده عربي اماراتو له دولت سره د ۳ میلیارد درهمو په ارزښت د یوه روغتون د جوړولو ژمنه وکړه


افغان پانګه‌وال میرویس عزیزي په متحده عربي اماراتو کې ددغه هېواد له دولت سره ژمنه وکړه چې د ۳ میلیارد درهمو په ارزښت به یو معیاري طبي کمپلکس جوړوي.

د دوبۍ واکمن ولاحضرت شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د میرویس عزیزي او نورو پانګه‌والو د ستاینې په پار لویه غونډه رابللي وه تر څو هغه پانګه‌وال چې دوبۍ کې یې پانګونه کړې تشویق کړي.

رابلل شوی کنفرانس دعربي نړۍ د هیلو معماران تر نامه لاندې رابلل شوی و.

میرویس عزیزي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغه جوړېدونکي طبي کمپلیکس کې د سرطاني ناروغیو د څېړنې مرکز هم موجود دی.

باید یاده شي چې په رابلل شوي کنفرانس کې په نورو هېوادونو کې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې میرویس عزیزي کابل ته په خپل سفر سره په یوه لویه غونډه کې په روغتیايي سکټور او برېښنا برخه کې د پانګونې ژمنه وکړه.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي