عربي اماراتو د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه ډرون هوا ته ولېږله
متحده عربي اماراتو د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرون هوا ته والوځوله تر څو میاشت معلومه کړي.
دا لومړی ځل دی چې په عربي هېوادونو کې متحده عربي امارات د لومړي ځل لپاره
پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرونونه د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه هوا ته
پورته کوي.
د اماراتو رسنۍ وايي، دا
نوی میتود د دودیزو لارو خلاف هڅه ده چې دغه هېواد یې ترسره کوي او تر ډېره د زیات
باور او کره والي له اړخه هم ډاډمنه هڅه ده.
دا نوښت په ملي ادارو، څیړنیزو مرکزونو او څارنیزو بنسټونو
سره په همکارۍ ترسره کیږي ترڅو د هلال تایید د اعتبار لوړولو لپاره لا ډېر کار ترې واخیستل شي.
لېږل شوي ډرون الوتکې
به د هلال کمېټې خبر نور هم باوري کړي، کوم چې د حضرت
محمد (صلى الله عليه وسلم) خبره ده، "ترڅو چې د رمضان میاشت ونه وینئ روژه مه
نیسئ، او ترڅو چې د شوال میاشت ونه وینئ روژه مه ماتوئ، خو که اسمان وریځ وي، نو د اندازې پر
بنسټ عمل وکړئ."

نظرات
ارسال یک نظر