نړیوال بانک: د اوکراین بیارغونه ۵۲۴ میلیارد ډالره لګښت غواړي
د اوکراین جګړې د پایتهرسېدو لپاره د سولې خبرو اترو د پیل په دوام، نړیوال بانک ویلي چې د دغه هیواد د بیارغونې لګښت د پروسږ کال له ۴۸۶ ملیارد ډالرو څخه تر اوسه پورې ۵۲۴ ملیارد ډالرو ته لوړ شوی دی.
دغه بانک د ملګرو ملتونو، اروپايي کمیسیون او
له اوکرایني حکومت سره په ګډه ارزونه کې پرون (سه شنبه، د حوت ۷مه) اعلان کړی چې
یوازې د پروسږ کال په پرتله د اوکراین د بیارغونې لګښت ۷٫۸۲ سلنه زیات شوی دی.
د دې ارزونې د پایلو له مخې، د اوکراین د شخړېپه جریان کې د کور جوړونې، ترانسپورت، انرژۍ، سوداګرۍ او ښوونیزو سکتورونو ته تر ټولو
ډیر زیان اوښتی او د اوکراین د انرژۍ زیربناوو باندې د روسیې د بریدونو له امله زیانونه
هم ۷۰ سلنه زیات شوي دي.
د نړیوال بانک په راپور کې دا هم ویل شوي چې په
اوکراین کې له ۲٫۵ میلیون څخه ډیرې کورنۍ د روسیې له پوځي یرغل وروسته اغیزمنې شوې او
د کورجوړونې سکتور هم پراخ زیان لیدلی دی، چې د ټولو اوکرایني کورونو ۱۳ سلنه یې زیانمن
شوي یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
پر اوکراین د روسیې د برید په اړه دا معلومات د
۱۴۰۰ کال له حوت میاشتې څخه د ۱۴۰۳ کال تر جدې میاشتې پورې ارزول شوي.
دا اټکلونه داسې مهال دي چې په وروستیو کې د
اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې اترې زیاتې شوې دي.

نظرات
ارسال یک نظر