چمپینز ټرافي؛ افغانستان نن له اسټرالیا سره برخلیک ټاکونکي لوبه کوي
د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام سیالیو کې د هېواد کرېکټ ملي لوبډله نن (جمعه، د حوت ۱۰مه) د اسټرالیا سره سیالي کوي.
دا لوبه به د کابل په
وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د پاکستان لاهور ښار د قذافي په
لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان تیره
پنجشنبه انګلستان ته د اته منډو په توپیر ماتې ورکړه. د دې سیالۍ ګټونکي لپاره د نیمهپایلایي
پړاو ته د لارې موندلو لپاره ضروري ده.
افغان لوبډلې یوه ماته
خوړلې او یوه لوبه یې ګټلي ده چې ۲ امتیازونه لري.
که څه هم اسټرالیا په یوه
بریا او یوه مساوي سره درې امتیازونه لري او د بی گروپ په دوهم مقام کې ځای لري.

نظرات
ارسال یک نظر