د طالبانو سوداګریز اتشه به ډېر ژر متحده عربي اماراتو کې په کار پیل وکړي


په دوبۍ کې د طالبانو سرکونسل وايي، دغه پرېکړه له افغان سوداګریزو او په متحده عربي اماراتو کې مېشتو بهرنیو سوداګرو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوې ده.

په دوبۍ کې د طالبانو سرکونسل عبدالرحمن فدا ویلي، په متحده عربي اماراتو کې به د افغانستان سوداګریزه اتشه ډېر ژر خپل فعالیتونه پیل کړي.

په دوبۍ کې د طالبانوسرکونسل په دې هکله زیاته کړې چې دغه پرېکړه له افغان سوداګریزو او په متحده عربي اماراتو کې مېشتو بهرنیو سوداګرو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د طالبانو رییس‌الوزرا په اماراتو کې د سوداګریزې اتشې ګومارنه تایید کړې ده.

په متحده عربي اماراتو کې سرکونسل عبدالرحمن فدا په دې هکله وايي:«د دوبۍ په کونسلګرۍ کې د سوداګریزې اتشې برخه شته، دلته دغه بست شته، فعالیت یې له ډېر وخت راهیسې روان وو او اوس هم روان دی؛ البته په اوس وخت کې موږ یو داسې ډیپلوماټ نه‌لرو، چې سوداګریزه اتشه یا د سوداګرۍ وزارت له خوا دلته ګومارل شوی وي

ښاغلی فدا دغه‌راز وايي، چې د طالبانو او متحده عربي اماراتو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ پرله پسې ناستې شوي او د دغو ناستو په پایله کې به دوبۍ ته د افغانانو تګ اسانه شي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي