ښځینه فعالانې د افغان ښځو د ژوند ښه والي لپاره د «عملي اقداماتو» غوښتنه کوي
د افغان ښځو د حقونو فعالانې د بښنې نړیوال سازمان د کلني راپور په غبرګون کې وایي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو د حقونو د دفاع لپاره جدي دریځ غوره کړي . بښنې نړیوال سازمان خپل کلني راپور کې د ۲۰۲۵/۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په اړه، چې د اپریل ۲۹ مه خپور شو، ویلي چې طالبانو د ښځو پر ټولنیز حضور سخت محدودیتونه وضع کړي دي . امنیستي انترنشنل زیاته کړې چې د طالبانو د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې سخت ګزار کړی او د افغانستان د ډېرو ښځو، نجونو، او د جنسیتي اقلیتونو لپاره راتلونکی ډېر تیاره ښکاري . یو شمېر د ښځو د حقونو فعالان دا راپور د افغانستان د ښځو د ورځني ژوند ریښتینی انعکاس ګڼي او ټینګار کوي چې نړیوالې ادارې باید یوازې د راپور ورکولو پر ځای، د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې طالبانو افغان مېرمنې له هر ډول حقونو محرومې کړي دي.