په کوېټه کې چاودنې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژلي


بېلتون غوښتونکو پوځیانو په کوېټه کې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، په کوټه کې یې لس پاکستاني پوځیان د سړک د غاړې د چاودونکو موادو په برید کې وژلي دي.

دې بېلتون غوښتونکې ډلېنن رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، جنګیالیو یې د کوټې په لمنه کې د ریموټ کنټرول په وسیله د پاکستاني ځواکونو د کاروان په لاره کې چاودېدونکي مواد وچاودول چې په نتیجه کې یې د دوی د دښمن یوه نقلیه وسیله په بشپړ ډول ویجاړه شوه او په هغې کې ټول لس تنه سپاره پوځیان ووژل شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وژل شویو پاکستاني پوځیانو نومونه هم اعلان کړي.

تر دې مخکې نن د کوټې د پولیسو یوه چارواکي د څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې وه.

اسوشیتد پریس اژانس په کوټه کې د پولیسو د مشر نوید احمد په وینا په دې چاودنه کې د درې نورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی و.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي