افغانستان کې د تېلو پر استخراج ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه کېږي


روسي شرکتونه غواړي چې افغانستان کې د تېلو پر استخراج ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

دوه روسي پانګه‌والو د افغان پرمختيايي شرکت “انتیکو ګروپ” په همکارۍ غواړي چې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په بلخ کې د تېلو د استخراج يوه فابريکه جوړه کړي.

د طالبانو د رسنيو مرکز په یوه خبرپاڼه کې د دغو روسي پانګه‌والو له قوله ويلي چې بلخ ولايت د خپل جغرافيايي او ستراتيژيک موقعيت له امله د دې فابريکې د جوړېدو لپاره مناسب ځای دی.

روسي پانګه‌والو ويلي:«موږ غواړو چې د يوې منظم سروې تر بشپړېدو وروسته، د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په بلخ ولايت کې د تېلو د استخراج فابريکه جوړه کړو

د طالبانو د بلخ مرستیال والي له دغو روسي پانګه‌والو سره په کتنه کې ادعا کړې چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري او هڅه کېږي چې دا اړيکې نورې هم پياوړې شي.

طالبانو او روسي پانګه‌والو د تېلو د استخراج د فابريکې د جوړېدو د پيل بهیر په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د روسي پانګه‌والو لیوالتیا زیاته شوې، ځکه چې تازه د روسیې سترې محکمې طالبان د دغه هېواد د تروریستي ډلو له لیسته ایستلي دي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي