روسیه: "له طالبانو سره به ډیپلوماټیکې اړیکې د سفارت تر کچې لوړې کړو"
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو به له کابل سره ډیپلوماټیکې اړیکې د سفارت تر کچې لوړې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون چهاشنبه،
غویي ۳مه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو له رژیم سره به ډیپلوماټیک ماموریت
د سفارت کچې ته لوړ کړي.
خپره شوي خبرپاڼه د روسیې د اقتصاد لپاره
طالبان تر ټولو غوره ټاکنه بولي.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر
سرګي لاوروف په کابل کې حاکم طالبان او ددوی حاکمیت یو واقعیت بللی دی.
نوموړی وايي: " په کابل کې
حاکم طالبان له ایډیالوژیک له نظره نه بلکې د حاکمې ډلې واقعیت په توګه باید ومنل
شي."
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د روسیې
ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د طالبانو له لوړپوړي، نفوذي شخصیت او د
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره هم کتلي دي.

نظرات
ارسال یک نظر