ښځینه فعالانې د افغان ښځو د ژوند ښه والي لپاره د «عملي اقداماتو» غوښتنه کوي


د افغان ښځو د حقونو فعالانې د بښنې نړیوال سازمان د کلني راپور په غبرګون کې وایي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو د حقونو د دفاع لپاره جدي دریځ غوره کړي.

بښنې نړیوال سازمان خپل کلني راپور کې د ۲۰۲۵/۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په اړه، چې د اپریل ۲۹مه خپور شو، ویلي چې طالبانو د ښځو پر ټولنیز حضور سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

امنیستي انترنشنل زیاته کړې چې د طالبانو د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې سخت ګزار کړی او د افغانستان د ډېرو ښځو، نجونو، او د جنسیتي اقلیتونو لپاره راتلونکی ډېر تیاره ښکاري.

یو شمېر د ښځو د حقونو فعالان دا راپور د افغانستان د ښځو د ورځني ژوند ریښتینی انعکاس ګڼي او ټینګار کوي چې نړیوالې ادارې باید یوازې د راپور ورکولو پر ځای، د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې طالبانو افغان مېرمنې له هر ډول حقونو محرومې کړي دي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي