پر ترانس افغان د افغانستان او ازبکستان تازه خبرې اترې
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په تیلیفوني خبرو کې یې د ټرانس-افغان ریللارې پروژې په اړه خبرې کړې دي.
هغه دا پروژه د سیمې د
اتصال په برخه کې یو کلیدي ابتکار بللی دی.
سعیدوف زیاته کړې: «موږ
موافقه وکړه چې د دوامدار پرمختګ د ودې او د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره
خپلو نژدې همکاریو ته دوام ورکړو.»
طالبانو هم په یوهخبرپاڼه کې ویلي چې په دې تیلیفوني تماس کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو
اړیکو د پیاوړتیا، د سیاسي، اقتصادي او ترانزیتي همکاریو د پراخولو، په ځانګړي ډول
د ټرانس-افغان ریللارې د پروژې او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې
غونډې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
متقي په دې خبرو کې ټینګار
کړی چې طالبان د سترو اقتصادي پروژو، په ځانګړي ډول د ټرانس-افغان پروژې عملي کولو
ته بشپړ چمتووالی لري او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره یې د سیمهییزو فرصتونو
د کارولو پر اړتیا خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، بختیار
سعیدوف هم د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له
افغانستان څخه ازبکستان ته د صادراتو د «درې برابره زیاتوالي» په یادولو سره د
تجارتي او ترانزیتي اسانتیاوو د پراخولو او د ویزې ورکولو د آسانتیاوو پر اهمیت ټینګار
کړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ،
دواړو لوریو د دوه اړخیزو خبرو د دوام پرېکړه کړې او ټاکل شوې چې د افغانستان،
ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې د نېټې او ځای د ټاکلو
همغږي د دیپلوماټیکو چاینلونو له لارې ترسره شي.
په همدې حال کې د روسیې
د ترانسپورت وزارت هم اعلان کړی چې روسیې او ازبکستان د ټرانس-افغان ریل پټلۍ د
پروژې عملي پړاو پیل کړی دی.
دغه پروژه به د
ازبکستان، افغانستان او پاکستان درې هېوادونه سره ونښلوي او د عرب سمندرګي بندرونو
ته به مستقیم لاسرسی برابر کړي.
د دې پروژې لپاره پانګونه
شاوخوا ۴.۸ تر ۵ میلیارده ډالرو پورې
اټکل شوې او د بار وړلو کالنی ظرفیت به یې ۲۰ میلیونه ټنه وي.
له بلې خوا، د
ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام مهکاموف ویلي چې د دې ریللارې جوړول لږ تر لږه پنځه
کاله وخت نیسي. هغه د افغانستان د موجودو ستونزو په یادولو سره د دې پروژې هدف د سیمهییزو
اړیکو او سوداګرۍ پیاوړي کول بللي دي.

نظرات
ارسال یک نظر