تېره اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۸۰۰ افغان بندیان خوشي او هېواد ته ستانه شوي


په یوه اوونۍ کې له پاکستانه تر ۸۰۰ ډېر افغان بندیان خوشي شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سې‌شنبې په ورځ څرګنده کړه چې په تېره یوه اوونۍ کې ۸۲۰ افغان بندیان چې په پاکستان کې بندي وو، خوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې دا بنديان د کندهار ولایت له سپین‌بولدک لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

شاوخوا ۷ میلیونه افغان کډوال دا مهال بهر مېشت دي، چې ډېری یې بې اسناده مهاجر دي، او زیاتره یې په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران کې اوسي.

په افغانستان کې د طالبانو موقت حکومت بیا بیا له کډوالو غوښتي چې هېواد ته بېرته راستانه شي او د جګړه ځپلي هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي