متقي د هند استازي ته؛ د افغان محصلانو او سوداګریزو ویزو اسانتیا برابره کړئ
د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي انند پراکاش او د ایران او پاکستان له یو شمېر چارواکو سره وکتل څو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر څرنګوالي بحث وکړي.
مولوي امیرخان متقي د
دیپلوماتیکو او اقتصادي همکاریو پر امکاناتو ټینګار وکړ او له هندي پانګوالو یې
وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې موجود فرصتونه له پامه ونه غورځوي.
نوموړي د ناروغانو، محصلانو او سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د عادي ویزو
د بهیر د بېرته فعالېدو اړتیا هم یاده کړه.
انند پراکاش د
افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار وکړ او هیله یې وښوده
چې د بېلابېلو برخو په کچه به همکاري نوره هم پراخه شي. هغه اعلان وکړ چې هند به
په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونه وکړي او هغه پروژې به بیا
فعالې کړي چې له پخوا ځنډېدلې وې.
دواړو لورو د اړیکو د
پراختیا، د ویزو د تبادلې د اسانتیا، او د دوه اړخیزې همکارۍ د پراخولو پر اهمیت
موافقه وکړه، او د دواړو هېوادونو د مثبتې راتلونکي د جوړولو لپاره یې د ګډ ژمنتیا
څرګندونه وکړه.

نظرات
ارسال یک نظر