د مظلومو فلسطینیانو له موضوع د لندن څانګې د اخوان المسلمین مشر صلاح عبدالجق سیاسي ګټه


صلاح عبدالحق په اردن کې د اخوان المسلمین له تروریستي برید او شم پلان دفاع کړي ده او ددغه ګوند پر نیول شویو کسانو یې خواشیني څرګنده کړې ده.

کارونه او څرګندونې چې د اسلامي خوځښتونو په چارو کې کارپوهانو د «العین الاخباریه» سره په خبرو کې د یوې مدبرانه هڅې په توګه یادې کړې، چې د سیمه‌ییزې کړکېچ څخه د اردن د داخلي وضعیت د خرابولو او د ډلې د کمزوري شوي نفوذ د بیا راژوندي کولو لپاره د عربي هېوادونو د ثبات د ګډوډولو له لارې ګټه پورته کړي.

خو له دې سره نور اسلامي هېوادونه وايي، ټول باید له مظلومو فلسطینیانو دفاع وشي، دوی ته باید د سرپنا، درملو، خوراکي او غیر خوراکي توکو غم وخوړل شي. اسلامي هېوادونه ټینګار کوي چې د غزې او رفح خلکو تهباید پر وخت بشري مرستې ورسېږي.

د اخوان المسلمین او د هغې سیاسي څانګې، د اسلامي عمل جبهې ګوند پورې اړوند کسانو ته په دې قضیه کې د پراخو غبرګونونو په ترڅ کې تورونه ولګول شول، چې د اردن دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د اردن پېښه زړه بوږنوونکي بلل شوي او داسې احتمال شته چې د اخوان المسلمین ډله اروپايي هېوادونه هم ناامنه کړي.

د قضیې له اعلان سره سم، د اردن اخوان یوازې لنډې څرګندونې وکړې، چې په کې یې وویل چې نیول شوي کسان د ډلې استازیتوب نه کوي او هغه څه چې دوی کړي دي «فردي کړنې» دي، د دې لپاره چې د شاک اغېز کم کړي او له چارواکو سره مستقیم ټکر مخنیوی وکړي، په ځانګړې توګه چې ډله د غزې پر جګړې پورې اړوند د یو نیم کال څخه زیات د کړکېچ او مظاهرو وروسته په یوه حساس پړاو کې ده.

د ډلې دننه باخبره سرچینو تایید کړې چې د اردن اخوان، سره له دې چې په ۲۰۱۶ کال کې یې له نړیوال تنظیم سره د اړیکو د پرېکون اعلان کړی و، لا هم د لندن جبهې سره په دوامداره او پټه توګه همغږي لري.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي