د افغانستان د نجات نړیوالې کمېټې رئیسه: امریکا باید خپلو مرستو ته دوام ورکړي
شیرین ابراهیم، چې د افغانستان د نجات نړیوالې کمېټې مشره ده، وایي چې د افغانستان د سخت بشري وضعیت له امله، متحده ایالات باید خپلې مرستې دوامداره وساتي.
هغې د «سيانان» خبري
شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي: "د متحده ایالاتو د مرستو دود یو له هغو
دودونو څخه دی چې باید دوام وکړي."
د ابراهیم په باور، دا
مهال ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري،
چې له دې ډلې ۱۶ میلیونه د خوراکي ناخودیتوب له بېلابېلو
ستونزو سره مخ دي، او ۱۴ میلیونه روغتیايي خدماتواو مرستو ته لاسرسی
نشته.
شیرین ابراهیم زیاته کړې
چې متحده ایالاتو تېر کال د افغانستان لپاره د بشري مرستو ۵۴ سلنه بودیجه
تأمین کړې وه، او د دې دوام د افغانستان لپاره حیاتي اهمیت لري.
په همدې حال کې، د
نجات نړیواله کمېټه په خپل تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې د افغانستان بشري
بحران خپل اوج ته رسېدلی، د متحده ایالاتو د مرستو کمښت د میلیونونو کسانو لپاره حیاتي
خدمات درولي دي.
همداراز، د دې ادارې د شمېرو له مخې، د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه، د میلیونونو کسانو لپاره د زدهکړې، کار، او روغتیايي خدماتو لاسرسی له منځه وړی، چې د کورنیو سرپرستو ښځو لپاره یې ژوند لا ستونزمن کړی دی.

نظرات
ارسال یک نظر