استانه ټایمز: روسیه او ازبکستان "ټرانس افغان پروژه" کې فعاله ونډه اخلي
د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ازبکستان او روسیې یو مهم سند لاسلیک کړی، چې پر اساس به یې د “ترانس-افغان” ریللار پروژه رسماً پیل شي.
دا پروژه به منځنۍ آسیا
د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي او د سیمې لپاره یوه ستراتیژیکه زیربنایي
هڅه بلل کېږي.
دا سند چې د دواړو هېوادونو
د ترانسپورت وزارتونو، د روسیې د ریللارې ادارې (Russian Railways)، او د ازبکستان د Temir Yollari ادارې ترمنځ لاسلیک شوی، د دې پروژې د امکانسنجۍ
د مرحلې پیل ته لاره هواروي، چې ټاکل شوې ده په ۲۰۲۵ کال کې پیل
شي. په دې پړاو کې به د مالونو د انتقال ظرفیت، د لارو د عمليوالي، او اقتصادي ګټورتیا
ارزونه وشي.
ټاکل شوې ده چې د
پاکستان د ریللارې چارواکي او د افغانستان یو پلاوی د مې په ۱۵–۱۶ د روسیې–اسلامي
نړۍ د فورم پر مهال د کازان په ښار کې نورې خبرې وکړي. دا پرمختګ له هغه وروسته څرګند
شو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، هیله وښوده چې درېاړخیز چوکاټي
تړون به ژر لاسلیک شي.
ازبکستان، چې دمګړۍ د
افغانستان له شمال سره مستقیمه ریللار لري، غواړي خپل ځان د روسیې، چین او جنوبي
آسیا ترمنځ د ترانزیټي سوداګرۍ یو مهم مرکز وښيي. د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې،
تاشکند له طالبانو سره د حیرتان–مزارشریف رېلپټلۍ د چلولو او ساتنې تړون تمدید کړ.
دا رېللار د چین–قرغیزستان–ازبکستان–افغانستان د سوداګرۍ د دهلېز یوه مهمه برخه ده.
تمه ده چې د دې پروژې
ارزښت به هغه مهال نور هم ډېر شي چې د چین–قرغیزستان–ازبکستان رېلپټلۍ بشپړه شي، ځکه
دا به چین ته د منځنۍ آسیا د هېوادونو یوه بله مستقیمه رېللار برابره کړي. دا
مهال، سیمې ته د چین لاسرسی تر ډېره د قزاقستان له لارې دی.
له افغان چارواکو سره
د همکاریو د اسانتیا په موخه، د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل
په ۱۷مه د طالبانو پر ضد د ۲۰۰۳ کال بندیز
لغوه کړ. په دې بندیز کې طالبان ترهګره ډله ګڼل شوې وه، خو اوس د روسيې دولتي
ادارو ته اجازه ورکول شوې چې له طالبانو سره رسمي تعامل وکړي. دا اقدام د سوداګرۍ
او زیربنايي همکاریو لپاره نوی فرصت رامنځته کوي.
د روسیې مرستیال
صدراعظم، الکسي اوروچک، وویل چې د پالیسۍ دا بدلون به د روسیې صادرات پیاوړي کړي
او د افغانستان د ترانسپورتي او لوژستیکي ظرفیتونو دروازې پرانیزي.

نظرات
ارسال یک نظر