پست‌ها

نمایش پست‌ها از آوریل, ۲۰۲۴

طالبان د هرات-غور لویه لار جوړېږي

تصویر
طالبان په پام کې لري چې لودیځه حوزه له بامیان او میدان وردګ سره ونښلوي د هرات - غور لویه لار د هېواد یوه مهمه لویه لار ده چې لویدیځه حوزه د بامیان او میدان وردګ له لوري پلازمینې سره نښلوي . د طالبانو له لوري د هرات - غور لویې لارې جوړولو چارې پیل شوې . د رییس الوزرأ اقتصادي مرستیال ددې لویې لارې جوړولو مراسمو ته د خبرو پرمهال ویلي، حکومت د هېواد لویو لارو جوړولو ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ د لارو جوړول هم پیلوي . هغه وايي ، د څو لویې لارو جوړولو چارې یې پیل کړي او په پام کې ده چې د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم په بنسټیز ډول او معیاري ډول جوړې شي . د رییس الوزرأ اقتصادي مرستیال، ملاعبدالغنيبرادر و ویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد پر لویو لارو په عملي بڼه کار پیل شوی دی. د مثال په توګه د کابل-کندهار لار، د واخان دهلیز او په کابل ښار کې د سړکونو جوړولو ترڅنګ په نورو لویو ښارونو کې د سړکونو جوړول .» د هرات - غور لویه لار د هېواد یوه مهمه لویه لار ده چې لویدیځه حوزه د بامیان او میدان وردګ له لوري پلازمینې سره نښلوي . ددې لویې لارې جوړولو چارې د هېواد مرکزي بر...

ملي موزیم ته د مس عینک له کانه ۴۰۰ لرغوني اثار لېږدول شوي

تصویر
د مس عینک کان له تثبیتېدو راهیسې تر لسو زرو زیات لرغوني اثار موندل شوي دي . د مس عینک کان له تثبیتېدو راهیسې تر لسو زرو زیات لرغوني اثار موندل شوي دي . د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په دې اثارو کې د کوشانیانو، ساسانیانو او یفتلي دورې شاملې دي . د دغه وزارت ویاند وایي، دغه اثار د مس عینک کان له تثبیتیدو راهیسې ترلاسه شوي چې یو شمېر یې ملي موزیم ته لیږدول شوي او ځینې نور یې چې د لیږد وړ نه دي په هماغه ځای کې ترې ساتنه کیږي . د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران په دې تړاو و ویل: هغه غیرمنقول اثار چې له مس عینک کانه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شوي، شمېر ۱۶۳ دی چې نه لېږدول کیږي. له منځه یې ۸۲ مجسمې دي چې د هغه وخت راپاتې دي . بل لور ته د ملي موزیم مرستیال وايي، په وروستي یو کال کې دغه موزیم ته د مس عینک څه باندې څلور سوه تاریخي او لرغوني آثار لیږدول شوي دي . د ملي موزیم مرستیال، محمد یحیی څرګنده کړه: شاوخو ۴۵۳ اثار چې مسکوکات، مسي لوښي، مجسمې، کوچنۍ کتیبې او سفالي لوښي دي چې ملي موزیم ته را رسيدلي، دلته ساتل کیږي . د کلتوري چارو شنونکي، عبدالرحمن احساس و وی...

ایران: نیت لرو چې پر افغان پوله دیوال راوګرځوو

تصویر
په دې وروستیو کې ایران کې د داعش له بریدونو وروسته، ایران غواړي چې ځینې پولې خوندي کړي او موانع ورباندې راوګرځوي. د   ایران دولتي اژانس پرون دوشنبه ایرنا راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ایران د شمال، شمال ختیځ او ختیځو سرحدونو په اوږدو کې د دیوالونو او موانعو د جوړولو لپاره یوه درې میلیارد ډالري بودیجه منظور کړې ده . له دې سره به د افغانستان- ایران پوله هم نوي دېوالونه او موانع ولري . معلومه نه ده، چې ایراني چارواکو په دې اړه پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم سره همغږي لري کنه؟ ایران له ترکمنستان سره په شمال او شمال ختیځ کې ۵۳۱ کیلومتره او په ختیځ کې له افغانستان سره پر څه باندې ۳۰۰ کیلومتره پوله باندې د تاسیساتو د لګولو تابیا لري . د ایران د شمال ختیځ لپاره د پوله ساتو او پیاده ځواکونو قومندان جنرال حسن مکفي له قوله رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده پر دغو پولو څلور متره کانکریټي دیوالونه،اغزن سیم، جال او اصولي سړکونه د درېیو کلونو په موده کې د پوځ له خوا جوړ شي . د طالبانو رژیم لا د ایران د دې اقدام په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی . مخکې په ځینو سیمو کې د ا...

له طالبانو د بشري حقونو نړیوالې شورا غوښتنه؛ پر افغان ښځو محدودیتونه لرې کړئ

تصویر
د بشري حقونو نړیوالې شورا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو لګولي محدودیتونه لرې کړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه دوره يي ارزونه وکړه . د بحث ګډونوالو د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د ښځو او نجونو په شمول د خلکو د حقونو له محدودونکو فرمانونو تېر شي . د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا او جنوا کې د افغانستان د استازولۍ مشر نصیراحمداندیشه د بشري حقونو په تېره بیا ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله . ښاغلي اندیشه د ملګرو ملتونو په بشري حقونو شورا کې د افغانستان په اړه د دوره يي ارزونې ګډونوالو ته د بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه رڼا واچوله . اندیشه وویل : " د طالبانو له ژمنو سره سره چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او خوندي به یې ساتي د افغانستان خلک د خپلو طبیعي او اساسي حقونو د سیستماتیک نقض شاهدان دي چې تر ټولو ډېر زیان په دې برخه کې ښځو لیدلی. د اساسي ازادیو د تضمین او خوندي کولو هغه ژمنې اوس په یوه داسې واقعیت بدل شوي چې ظلم او ځپل یې اساسي ټکي جوړوي ." په ځینو هېوادونو کې افغان سفیران او د ښځو او مدني ټو...

د مخابراتو وزارت: د هېواد په کچه ۲۳ میلیونه سیمکارټونه فعال دي

تصویر
د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وايي، د سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۷ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي . د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، دمګړۍ په هېواد کې څه باندې ۲۳ میلیونه فعال سیمکارتونه شته . د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وايي، د سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۷ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي . د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي و ویل: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیمکارټونو د قانوني کولو او د کړنلارو د پلي کولو په موخه تر اوسه شاوخوا ۷ اعشاریه ۸ میلیون سیمکارټونه ثبت او راجستر کړي دي .» د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي بیا په هېواد کې د سیم کارټونو د قانوني ثبتېدو پر بهیر خوښي څرګندوي، خو د سیمکارټونو د ثبتېدو د مرکزونو د زیاتوالي غوښتنه کوي . د کابل اوسېدونکي، صالح محمد و ویل:دا ډيره ښه پروسه ده، دا هېوادوالو او دولت دواړو ته ډیره ګټه لري . د کابل اوسېدونکي، خلیل الله هم څرګنده کړه: د سیمکارټونو د ثبت پروسه چې ده دا خو ډيره یوه ښه پروسه ده او باید هر څوک دغه...

ایران: د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده شرط ده

تصویر
ایران تازه ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده لومړیتوب لري ایران، روسیه، امریکا او نورو هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتونکي دي، خو طالبان بیا وايي چې د دوی حکومت ټول ګډونه دی. په کابل کې  د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي چې هېواد یې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره، د افغانانو اراده شرط ګني . نوموړي د کابل له یوه خصوصي تلویزون طلوع نیوز سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې د طالبانو رژیم سره د ایران همکاري او اړیکې بېسارې دي، خو په وینا یې د دې لپاره چې ایران دغه رژیم په رسمیت وپېژني، دا موضوع د افغانانو له ارادې سره تړلې ده . هغه له دې خبرې د خپل هېواد مشخص دریځ نه دی په ډاکه کړی، خو مخکې د ایران چارواکو په کراتو ټینګار کړی چې د طالبانو رژیم ټول ګډونه نه دی او باید ټول ګډونه او د ټولو افغانانو استازی شي . دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژيم ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، چې د ده په باور د دوی د رژیم جوړښت ټول ګډونه دی . د ایران استازي او سفیر په تازه مرکه کې دا هم ویلي، چ...

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

تصویر
دغه لوړ پوړي طالب چارواکي چینايي شرکت ته وویل چې پروسس به افغانستان کې کوي د طالبانو د کانونو وزارت وايي چې د مس عینک کان وروسته ایم‌سي‌سي شرکت غواړي د افغانستان «په نورو لویو کانونو کې پانګونه وکړي .» شهاب الدین دلاور وايي، طالبان به هغه مهال له دغه شرکت سره هوکړه وکړي چې افغانستان کې دننه د کانونو د پروسس په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي . د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشن بې په ورځ د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ایم‌سي‌سي شرکت مشر په کابل کې د طالبانو د کانونو له وزیر شهاب الدین دلاور سره وکتل . دغه چینایي شرکت یو له سترو شرکتونو څخه دی چې د مسو، سربو او جست د استخراج او پروسس په برخه کې فعالیت کوي . د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت لېواله دی چې د افغانستان په لویو کانونو په ځانګړې توګه د مسو، سربو او جست په کانونو کې پانګونه وکړي . دلاور د دغه شرکت د لیوالتیا د هرکلي تر څنګ د دغه شرکت مشر ته د باميانو، غور او کندهار د سربو او جست کانونو په اړه معلومات ورکړل . هغه وویل: «که چیرې شرکت د اسلامي امارت د شرایطو سره سم مني چې ...

څه ډول کولی شو، ښه مطالعه وکړو؟

تصویر
د ښې مطالعې لارې چارې همدلته لوستلی او مهارتونه زده کولی شی نوي ځوانان زیاتره وخت دې پوښتنې سره مخامخ کېږي، چې څه ډول کولی شو، اغېزمنه مطالعه وکړو؟ او په کوم ډول مطالعه مطالعه وکړو، تر څو په اسانۍ سره په ذهن کې کېني؟ موږ پنځلس داسې موضوعات راټول کړي دي، چې ستاسې ځینې پوښتنې ورسره حل کېږي: د کتاب ټاکنه: هڅه وکړئ د مطالعې دپاره داسې کتاب انتخاب کړئ چې لوستل یې ګتور وي. سره له دې چې د کتاب د پوښ له مخې یې پر محتوا پرېکړه نه کېږي ؛ خو سرلیک یې څه نا څه پیغام لېږدوي. کله مو چې کتاب اخیستی لومړی یې ښه واړوئ راواړوئ چې په مطالعه ارزي که نه . د عادي سړي په سپارښتنه کتاب مه اخلئ. کله مو چې کوم ملګري درته وویل چې پلانی کتاب اخلم, پیسې راکړه درته رایې وړم, دا کار مه کوئ ؛ ځکه ذوقونه مختلف وي, د چا به سیاسي کتاب خوښ وي. دچابه اقتصادي. دچابه فرهنګي. دچا به د ناولونو, د چا مینه ییزکتابونه خوښ وي هڅه وکړئ، تر څو په یو غوره چاپېریال کې مطالعه وکړئ. د مطالعې د پاره د مناسب چاپېریال موندل اړین دي . مطالعه مو چې کوله داسې ځای کې مه کښينئ:  چې غامغال وي پکښې, ګڼه ګوڼه وي, یا هم کوټه تیت و پرک وي ؛ ځک...

د فلسطیني ټپي ماشومانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شوه

تصویر
  د فلسطیني ټپي ماشومانو او پر سرطاني ناروغینو اخته کسانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي ده الوتکه چې 25 ناروغان یې بیړنۍ طبي مرستې ته اړتیا لري، ابوظبۍ ته ورسیده. د فلسطیني ماشومانو او سرطان ناروغانو ۱۶ مه ډله د شنبې په ورځ سهار وختي د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د لارښوونو په پلي کولو سره متحده عربي اماراتو ته ورسیده؛ امر وکړ چې د غزې له تړانګې څخه د ۱۰۰۰ ټپي ماشومانو او د سرطان د ۱۰۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره دې ټول روغتونونه او طبي پرسونل چمتو شي. کله چې الوتکې په هوايي ډګر کې ښکته شوه، نو طبي ټیمونو په چټکۍ سره ټپیان او هغه کسان چې بیړنۍ پاملرنې ته یې اړتیا لرله، د درملنې لپاره روغتونونو ته ولیږدول. پاتې یې هم روغتونونو او د بشري عاجلو مرستو دفترونو او خونو ته واستول. د متحده عربي اماراتو مشر ټولو روغتونو ته امر کړی چې د ټپیانو د درملنې لپاره باید په لوړ کچه خدمات وراندې کړي. دده په وینا، که چا یې له امر سرغړونه وکړه او یا یې د کوم ټپي ماشوم په درملنه کې ناغیړي کړي وه، سخت قانوني چلند به ورسره وشي. د ناروغانو او ټپیانو ...

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د روسیې ادعا او اندېښنه

تصویر
د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو ادعا او اندېښنه لري، چې ګواکې په افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې موجودې دي او د سیمې ثبات ګواښي . شویګو پرون د اپریل په ۲۶ مه په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې د وینا پرمهال په دې اړه خبرې وکړې . که څه هم د روسیې دفاع وزیر د دې ډلو نومونه یاد نه کړل خو په افغانستان کې د څو وروستیو حملو پړه د داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده . تېره اوونۍ پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې هم اندېښنه ښودل شوې وه چې ګواکې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعال حضور لري . د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي بیا د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته وویل، چې د افغانستان درې ګاونډیان د داعش ډله پالي . د طالبانو ځینو پلویانو او مطبوعاتي ادرسونو بیا پاکستان، ایران او تاجکستان هغه هېوادونه ګڼلي چې طالبان یې د داعش ډلې سیمه ییزې سرچینې بولي . تېره اوونۍ، د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر ادعا وکړه چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلو...