د مخابراتو وزارت: د هېواد په کچه ۲۳ میلیونه سیمکارټونه فعال دي
د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وايي، د سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۷ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي،
دمګړۍ په هېواد کې څه باندې ۲۳ میلیونه فعال سیمکارتونه شته.
د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وايي، د
سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۷ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند،
عنایت الله الکوزي و ویل: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیمکارټونو د
قانوني کولو او د کړنلارو د پلي کولو په موخه تر اوسه شاوخوا ۷ اعشاریه ۸ میلیون سیمکارټونه
ثبت او راجستر کړي دي.»
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي بیا په هېواد کې
د سیم کارټونو د قانوني ثبتېدو پر بهیر خوښي څرګندوي، خو د سیمکارټونو د ثبتېدو د
مرکزونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکي، صالح محمد و ویل:دا ډيره ښه
پروسه ده، دا هېوادوالو او دولت دواړو ته ډیره ګټه لري.
د کابل اوسېدونکي، خلیل الله هم څرګنده کړه: د
سیمکارټونو د ثبت پروسه چې ده دا خو ډيره یوه ښه پروسه ده او باید هر څوک دغه سیمکارټونه
راجستر کړي. موږ له مخابراتي شرکتونو غواړو چې نور مرکزونه هم زیات کړي څو دغه
پروسه اسانه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مخابراتو او
معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ملت ته د حکومت د حساب ورکړې په پروګرام کې ویلي وو، چې
په هېواد کې د مخابراتي شبکو د سیم کارټونو د غیر قانوني وېش ۹۸ سلنه مخنیوی شوی
دی.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر