ایران: نیت لرو چې پر افغان پوله دیوال راوګرځوو

په دې وروستیو کې ایران کې د داعش له بریدونو وروسته، ایران غواړي چې ځینې پولې خوندي کړي او موانع ورباندې راوګرځوي.

د  ایران دولتي اژانس پرون دوشنبه ایرنا راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ایران د شمال، شمال ختیځ او ختیځو سرحدونو په اوږدو کې د دیوالونو او موانعو د جوړولو لپاره یوه درې میلیارد ډالري بودیجه منظور کړې ده.

له دې سره به د افغانستان- ایران پوله هم نوي دېوالونه او موانع ولري.

معلومه نه ده، چې ایراني چارواکو په دې اړه پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم سره همغږي لري کنه؟

ایران له ترکمنستان سره په شمال او شمال ختیځ کې ۵۳۱ کیلومتره او په ختیځ کې له افغانستان سره پر څه باندې ۳۰۰ کیلومتره پوله باندې د تاسیساتو د لګولو تابیا لري.

د ایران د شمال ختیځ لپاره د پوله ساتو او پیاده ځواکونو قومندان جنرال حسن مکفي له قوله رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده پر دغو پولو څلور متره کانکریټي دیوالونه،اغزن سیم، جال او اصولي سړکونه د درېیو کلونو په موده کې د پوځ له خوا جوړ شي.

د طالبانو رژیم لا د ایران د دې اقدام په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې په ځینو سیمو کې د ایراني ځواکونو د مخکې راتګ او د سرحدي نښانونو د ګډوډۍ پر سر طالب ځواکونو له ایراني پوله ساتو سره شخړې هم کړې دي.

په وروستیو کې د ایران او طالبانو د رژیم ناندرۍ ظاهراً بیا د ترینګلي کېدو خوا ته روانې ښکاري.

ایران په وروستیو کې بیا له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستو ته زور ورکړی او هم یې ولسممشر ابراهیم رییسي پاکستان ته د تېرې اوونۍ د سفر پر مهال له کوربه هېواد سره په یوه ګډه اعلامیه کې ادعا وکړه، چې افغانستان کې د ترهګریزو ډلو حضور زیات شوی او د سیمې د ثبات لپاره داندېښنې وړ ګرځیدلی.




نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي