طالبان د هرات-غور لویه لار جوړېږي
طالبان په پام کې لري
چې لودیځه حوزه له بامیان او میدان وردګ سره ونښلوي
د هرات - غور لویه لار د هېواد یوه مهمه لویه
لار ده چې لویدیځه حوزه د بامیان او میدان وردګ له لوري پلازمینې سره نښلوي.
د طالبانو له لوري د هرات - غور لویې لارې جوړولو
چارې پیل شوې.
د رییس الوزرأ اقتصادي مرستیال ددې لویې لارې
جوړولو مراسمو ته د خبرو پرمهال ویلي، حکومت د هېواد لویو لارو جوړولو ترڅنګ د ولایتونو
ترمنځ د لارو جوړول هم پیلوي.
هغه وايي، د څو لویې لارو جوړولو چارې یې پیل کړي او په پام کې ده چې د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم په بنسټیز ډول او معیاري ډول جوړې شي.
د رییس الوزرأ اقتصادي مرستیال، ملاعبدالغنيبرادر و ویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد پر لویو لارو په عملي بڼه
کار پیل شوی دی. د مثال په توګه د کابل-کندهار لار، د واخان دهلیز او په کابل ښار
کې د سړکونو جوړولو ترڅنګ په نورو لویو ښارونو کې د سړکونو جوړول.»
د هرات - غور لویه لار د هېواد یوه مهمه لویه لار ده چې لویدیځه حوزه د بامیان او میدان وردګ له لوري پلازمینې سره نښلوي.
ددې لویې لارې جوړولو چارې د هېواد مرکزي برخو
له پیچلو غرنیو سیمو په تېرېدو به وخت واخلي.
د هرات والي، نوراحمد اسلام جار څرګنده کړه:
«دغه سړک ډير پیچلی دی، ډیر کار ته اړتیا لري. نړۍوال سړک دی او پرمختللې ټکنالوژۍ
او ډېره پانګونه غواړي.»
دا لویه لار د پښتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو له لارې هرات له غور ولایت سره نښلوي.
د هرات - چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکي،
عبدالوهاب و ویل: «خپلې یوې جنازې ته هم و نه رسېدو. که سفالټ له هغه لوري نه پیلیږي
نو پر سړک دې یو ګلېډر جوړ او و ایستل شي.»
یو دیني عالم،
صبغت الله مولوي زاده هم وايي: «که سړک جوړ شي، د دویمې لارې درې ساعته مزل به په یوولسو
ساعتونو کې نه وهل کیږي. د ناروغانو ژوند به هم پر وخت ژغورل کیږي.»
د هرات غور لویه لار ۴۸۰ کیلومتره طول او ۱۲ دولس متره عرض
لري چې د پنځو کلونو په اوږدو کې به جوړ شي.
ددې پروژې بودجه ۴۵۰ میلیون ډالر دي چې د طالبانو د
حکومت له لوري برابرېږي.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر