ایران: د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده شرط ده
ایران تازه ویلي چې د
طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده لومړیتوب لري
په کابل کې
د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی حسن کاظمي
قمي وايي چې هېواد یې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره، د افغانانو
اراده شرط ګني.
نوموړي د کابل له یوه خصوصي تلویزون طلوع نیوز سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې د طالبانو رژیم سره د ایران همکاري او اړیکې بېسارې دي، خو په وینا یې د دې لپاره چې ایران دغه رژیم په رسمیت وپېژني، دا موضوع د افغانانو له ارادې سره تړلې ده.
هغه له دې خبرې د خپل هېواد مشخص دریځ نه دی په
ډاکه کړی، خو مخکې د ایران چارواکو په کراتو ټینګار کړی چې د طالبانو رژیم ټول ګډونه
نه دی او باید ټول ګډونه او د ټولو افغانانو استازی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژيم ویاند
ذبیح الله مجاهد په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، چې د ده په باور د دوی د رژیم جوړښت
ټول ګډونه دی.
د ایران استازي او سفیر په تازه مرکه کې دا هم ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ګومارل کېدو مشروط ملاتړي دي.
په دې برخه کې د ایران شرط دا دی، چې د دغه ټاکل
کیدونکي استازي صلاحیتونه باید معلوم وي.
د طالبانو رژیم بیا یو مخ د دې استازي د ګومارل
کېدو مخالفت کړی او ویلي، چې دوی د یوناما ادارې په موجودیت کې د بل استازیتوب د ګومارل
کېدو خلاف دي.
ایران د طالبانو له نږدې متحدو هېوادونو څخه دی،
خو د نړۍ د ټولو هېوادونو په شان یې تر اوسه د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.
بل پلو نړیوال له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي او بشري سرغړونې دې پای ته ورسوي، خو طالبان وايي، چې د دوی اوسنی حکومت ټولګډونه دی او ښځو ته یې هم د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې خپل حقوق ورکړي دي.
.jpg)

نظرات
ارسال یک نظر