له طالبانو د بشري حقونو نړیوالې شورا غوښتنه؛ پر افغان ښځو محدودیتونه لرې کړئ

د بشري حقونو نړیوالې شورا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو لګولي محدودیتونه لرې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه دوره يي ارزونه وکړه.

د بحث ګډونوالو د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د ښځو او نجونو په شمول د خلکو د حقونو له محدودونکو فرمانونو تېر شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا او جنوا کې د افغانستان د استازولۍ مشر نصیراحمداندیشه د بشري حقونو په تېره بیا ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

ښاغلي اندیشه د ملګرو ملتونو په بشري حقونو شورا کې د افغانستان په اړه د دوره يي ارزونې ګډونوالو ته د بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه رڼا واچوله.

اندیشه وویل:

" د طالبانو له ژمنو سره سره چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او خوندي به یې ساتي د افغانستان خلک د خپلو طبیعي او اساسي حقونو د سیستماتیک نقض شاهدان دي چې تر ټولو ډېر زیان په دې برخه کې ښځو لیدلی. د اساسي ازادیو د تضمین او خوندي کولو هغه ژمنې اوس په یوه داسې واقعیت بدل شوي چې ظلم او ځپل یې اساسي ټکي جوړوي."

په ځینو هېوادونو کې افغان سفیران او د ښځو او مدني ټولنې ځینې استازي له ښاغلي اندیشه سره په ګډه د بشري حقونو په شورا کې حضور درلود.

د ناروې استازي تورمود ایندرسن وویل:

"ناروې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اوسني بهتره شوي امنیتي وضعیت هرکلی کوي خو موږ د تبعیضي تګلارو او کړنو په اړه جدي اندېښنه لرو چې مدني فعالیتونه او عدالت ته لاسرسی تر ډېره اغېزمنوي. ناروې سپارښتنه کوي چې افغانستان باید د نجونو په ښوونځیو باندې ټول محدوونکي فرامین لغوه او با کیفیته تعلیم ته مساوي لاسرسی یقیني کړي."

د ناروې او ځینو نورو هېوادونو استازیو دا ټینګار هم درلود چې د ژوند په ټولو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې د ښځو ونډه رعایت شي. هغوی همداراز پر طالبانو غږ وکړ چې خلکو ته د بیان ازادي او د سوله ییزو غونډو او لاریونو اجازه ورکړي.

طالبانو لا د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د وضعیت د دوره يي ارزونې او شویو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې. تر دې مخکې طالب چارواکو ادعا کړې چې دوی په افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامینوي.

دوی پخوا د بشري حقونو د شورا او ځینو نورو مدافع سازمانونو راپورونه تر ډېره د افغانستان له واقعیتونو لرې بللي دي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي