شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
دغه لوړ پوړي طالب چارواکي چینايي شرکت ته وویل چې پروسس به افغانستان کې کوي
د طالبانو د کانونو
وزارت وايي چې د مس عینک کان وروسته ایمسيسي شرکت غواړي د افغانستان «په نورو لویو
کانونو کې پانګونه وکړي.»
شهاب الدین دلاور
وايي، طالبان به هغه مهال له دغه شرکت سره هوکړه وکړي چې افغانستان کې دننه د
کانونو د پروسس په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.
د طالبانو د کانونو او
پټرولیم وزارت د یکشن
بې په ورځ د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ایمسيسي
شرکت مشر په کابل کې د طالبانو د کانونو له وزیر شهاب الدین دلاور سره وکتل.
دغه چینایي شرکت یو له سترو شرکتونو څخه دی چې د مسو، سربو او جست د استخراج او پروسس په برخه کې فعالیت کوي.
د طالبانو د کانونو او
پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت لېواله دی چې د افغانستان په لویو
کانونو په ځانګړې توګه د مسو، سربو او جست په کانونو کې پانګونه وکړي.
دلاور د دغه شرکت د لیوالتیا
د هرکلي تر څنګ د دغه شرکت مشر ته د باميانو، غور او کندهار د سربو او جست کانونو
په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل: «که چیرې
شرکت د اسلامي امارت د شرایطو سره سم مني چې پروسس باید په افغانستان کې ترسره شي،
موږ همکارۍ ته چمتو یو، که نه نو له هیواد څخه بهر د اومو موادو صادرولو او پروسس
ته اجازه نه ورکول کیږي.»
ایمسيسي دولتي شرکت شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د عینک د مسو کان د استخراج امتیاز ترلاسه کړ، خو له هغه وخت راهیسې یې د امنیتي دلایلو له امله د کان استخراج نه دی پیل کړی.
طالبانو په وار وار د
نړۍ د دغه ستر کان د استخراج د پيل غوښتنه کړې، خو چينايي کمپنۍ له دغه کار ډډه کړې
او په دې اړه يې وضاحت نه دى خپور کړى.
د طالبانو د کانونو
وزارت ویلي چې د یکشنبې په ورځ د غونډې په ترڅ کې دلاور د ایمسيسي شرکت ته «د عینک
د مسو کان د فعالیتونو د ګړندي کولو» لپاره اړینې لارښوونې وکړې.
طالب چارواکو په وار
وار ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو کمپنیو د پانګونې لپاره امنیتي شرایط برابر
شوي دي، خو ظاهراً دا ډاډ ورکوونکي بیانونه، هغو چینايي شرکتونو د منلو وړ نه دي چې
حکومت یې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
د یادونې ده چې چینايي
شرکتونو تر دې مهاله په لویه کچه پانګونه نه ده کړې.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر