ملي موزیم ته د مس عینک له کانه ۴۰۰ لرغوني اثار لېږدول شوي
د مس عینک کان له تثبیتېدو راهیسې تر لسو زرو زیات لرغوني اثار موندل شوي دي.
د مس عینک کان له تثبیتېدو راهیسې تر لسو زرو زیات
لرغوني اثار موندل شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په دې اثارو کې
د کوشانیانو، ساسانیانو او یفتلي دورې شاملې دي.
د دغه وزارت ویاند وایي، دغه اثار د مس عینک
کان له تثبیتیدو راهیسې ترلاسه شوي چې یو شمېر یې ملي موزیم ته لیږدول شوي او ځینې
نور یې چې د لیږد وړ نه دي په هماغه ځای کې ترې ساتنه کیږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران
په دې تړاو و ویل: هغه غیرمنقول اثار چې له مس عینک کانه د اطلاعاتو او کلتور
وزارت سره ثبت شوي، شمېر ۱۶۳ دی چې نه لېږدول کیږي. له منځه یې ۸۲ مجسمې دي چې د هغه وخت راپاتې دي.
بل لور ته د ملي موزیم مرستیال وايي، په وروستي
یو کال کې دغه موزیم ته د مس عینک څه باندې څلور سوه تاریخي او لرغوني آثار لیږدول
شوي دي.
د ملي موزیم مرستیال، محمد یحیی څرګنده کړه:
شاوخو ۴۵۳ اثار چې مسکوکات، مسي لوښي، مجسمې، کوچنۍ کتیبې او سفالي لوښي دي چې
ملي موزیم ته را رسيدلي، دلته ساتل کیږي.
د کلتوري چارو شنونکي، عبدالرحمن احساس و ویل:
مس عینک چې د افغانستان تر ټولو مهمه او تاریخي سیمه ده. که څه هم له اقتصادي پلوه
هلته د مس عینک ستر کان دی خو له کلتوري پلوه هم د دغې سیمې ساتل ډير مهم دي.
د لوګر د مس عینک سیمه یوه له تاریخي سیمو څخه
ده چې په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې کشف او په ۱۳۵۵ کال کې یې د روسي او جرمني لرغون پیژندونکو
له خوا سروې پیل شوه او تر اوسه له دغې سېمې څخه لسګونه قلمه بیلابیل آثار ترلاسه
شوي دي.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر