په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د روسیې ادعا او اندېښنه
د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو ادعا او اندېښنه
لري، چې ګواکې په افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې موجودې دي او د سیمې ثبات ګواښي.
شویګو پرون د اپریل په ۲۶مه په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ
د سازمان د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې د وینا پرمهال په دې اړه خبرې وکړې.
که څه هم د روسیې دفاع وزیر د دې ډلو نومونه یاد
نه کړل خو په افغانستان کې د څو وروستیو حملو پړه د داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده.
تېره اوونۍ پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم
رییسي د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې هم اندېښنه ښودل شوې وه
چې ګواکې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعال حضور لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي
بیا د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته وویل، چې د افغانستان درې ګاونډیان د
داعش ډله پالي.
د طالبانو ځینو پلویانو او مطبوعاتي ادرسونو بیا
پاکستان، ایران او تاجکستان هغه هېوادونه ګڼلي چې طالبان یې د داعش ډلې سیمه ییزې
سرچینې بولي.
تېره اوونۍ، د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي
مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر ادعا وکړه چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي
استازي ضمیر کابلوف له ښاغلي کبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې روسیه طالبانو ته په
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د څوکۍ سپارلو غوښتنه لري.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر