پست‌ها

نمایش پست‌ها از ژانویه, ۲۰۲۵

کام ایر هوايي شرکت خوست ولایت ته الوتنې پیل کړې

تصویر
کام ایر هوايي شرکت به له دې وروسته خوست ولایت ته له مرکز کابل هم الوتنې کوي تېره ورځ د پلازمېنې کابل څخه د خوست نړیوال هوایي ډګر ته د کام ایر هوایي شرکت له لوري لومړنی مستقيم پرواز ترسره شو . کام ایر هوايي شرکت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د داخلي پروازونو په ترڅ کې به هره اونۍ دوه پروازونه د کابل او خوست ترمنځ ترسره کوي . ياد پروازونه به هره پنجشنبه له کابل څخه خوست ته او هره جمعه له خوست څخه کابل ته، همدا راز هره يکشنبه له کابل څخه خوست ته او هره دوشنبه له خوست څخه کابل ته ترسره کېږي . د یادونې ده، چې د یاد شرکت له لوري د ټکټ بیه ۵۰ ډالره ټاکل شوې ده .

د جلا وطنه افغان نجونو کرېکټ لوبډله له دریو کلونو وروسته لومړنۍ لوبه کوي

تصویر
ټاکل شوې ده چې په استرالیا کې د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډله، دغه هیواد ته له کډوالېدو وروسته په لومړي ځل د مسابقې لپاره میدان ته راووځي. د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس دوشنبې په ورځ په ملبرن کې ویلي و چې د افغانستان د ښځو د کرکټ د جلاوطنه لوبډلې لپاره یې د یوې سیالۍ تابیا کړې ده. د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله به، چې پهاسترالیا کې له مېشتو افغان کډوالو څخه جوړه ده، نن (پنجشنبه) سهار د مېلبرن په جنکشن اوول کې د وِدهاؤټ بورډرز XI پر وړاندې شل اوریزه لوبه وکړي. دا لومړی ځل دی چې دوی د طالبانو له واک ته رسیدو او له خپل هېواد څخه له وتلو وروسته په یوه لوبډله کې رایوځای کېږي. د دې ټیم نیمایي لوبغاړې په کانبیرا کې او نیمايي نور په مېلبرن کې اوسي. د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس نیک هاکلې د افغانستان د ښځو د ټیم د مسابقې اعلان په داسي حال کې وکړ چې دوې افغان لوبغاړې ناهیده څپاند او فیروزه امیري یې ترڅنګ ولاړې وې.

افغانستان کې ناچاوده توکي؛ د عامه پوهاوي په اړه یې ۵۰۰زره امریکايي ډالرو هوکړه وشوه

تصویر
د طالبانو د حکومت ‏د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتو والي ادارې ویلي، چې د (AAR) په نامه له یوې جاپانۍ خیریه موسسې سره یې د څه باندې ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه . دغې ادارې په خبرپاڼه کې زیاته کړې،چې یاده هوکړه د پېښو پر وړاندې مبارزې ته د چمتووالي ملي ادارې د رییس، نورالدین ترابي او د دغې جاپانۍ موسسې د رییس، محمد بشیر باصر ترمنځ لاسلیک شوه . سرچینه زیاتوي، چې د دغې هوکړې له مخې یاده موسسه اړ ده چې په کابل، زابل او ځینو نورو سیمو کې د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی وکړي . افغانستان یو له جګړه ځپلو هېوادونو څخه دی، چې لسیزو لسیزو یې جګړه تجربه کړې ده او هره سیمه کې د ناچاوده توکو د شتون ګواښ شته . د نظر خاوندان وایيو تر جګړې وروسته عام افغانان ډېر په ترافیکي پېښو او د جګړو په سیمو کې د ناچاوده توکو په چاودنه کې قرباني ورکوي، چې د دوی په خبره اړتیا ده په دې برخه کې مخلصانه او چټک اقدامات وشي .

د امریکا یوه شرکت په یوه ورځ ۶۰۰ میلیارد ډالره وبایلل

تصویر
په چین کې د جوړ شوي مصنوعي ذهانت (AI) وسیلې له راوتلو او هغې ته د خلکو د پام له اوښتو سره د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو د ونډو بازار سخت ګوزار وخوړ. په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر د دې چینایي وسیلې د ارزانوالي ستاینه وکړه او ویې ویل چې د “ډیپ‌سیک” عامېدا باید د امریکایي شرکتونو لپاره د «تیارسی» زنګ وي . ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام (د سلواغې ۸ مه) وویل چې یوه چینایي شرکت دا مصنوعي ځیرکتیا ډېر ژر او خورا ارزانه وړاندې کړې ده . ده زیاته کړه: « دا ښهخبره ده، که دا ریښتیا وي، نو زه یې مثبت ګڼ م .» ټرمپ، چې د جمهوري‌پالو د استازو جرګې د غړیو په منځ کې خبرې کولې، وویل :«د ډیپ‌سیک پر جوړولو ډېر کم لګښت، که دا ریښتیا وي، هېڅوک په دقیق ډول نه پوهیږي، یو مثبت ټکی دی .» ټرمپ همداراز وویل چې د یوه چینایي شرکت له خوا د ډیپ‌سیک خپرېدل «باید زموږ لپاره د خطر زنګ وي، او موږ باید په سیالۍ کې د بریا لپاره پوره تمرکز وکړو.» دغه چینایي شرکت، چې تازه تاسیس شوی دی، تېره اوونۍ د خپل اپلیکیشن او د مصنوعي ځیرکتیا همکار وړیا نسخه وړاندې کړه او ادعا یې وکړه چې د هغه پر جوړولو یې شاوخوا ۵.۶ میلیون ...

قزاق ګاز شرکت ټاپي پروژه کې برخه اخلي

تصویر
د قزاقستان د انرژۍ وزارت پرون (دوشنبې/ د سلواغې ۸ مه) وویل چې د دغه هیواد قزاق ګاز شرکت د ټاپي یا د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند   د ګاز د ګډ پایپ لاین د جوړولو په پروژه کې د ګډون لپاره په خبرو بوخت دی . د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت پرون وویل، اوس مهال د قزاق ګاز او د ترکمنستان د دولتي شرکت، ترکمن ګاز ترمنځ خبرې روانې دي . ترکمن ګاز د ټاپي په پایپ لاین شرکت کې ۸۵ سلنه ونډه لري . د قزاقستان د انرژۍ وزارت په ټاپي پروژه کې د ګډون لپاره د خبرو د پیلولو خبر یوه ورځ وروسته له دې اعلان کړ چې په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو وویل چې تر اوسه پورې یې په دغه ولایت کې د ټاپي ۶ کیلومتره نللیکه غځولې ده . طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي چې دا نللیکه د افغانستان په خاوره کې کوم شرکت جوړوي او د هغې د جوړولو لپاره یې پیسې څوک ورکوي . د دې پروژې لګښت ۱۰ میلیارد ډالره اټکل شوی دی . د قزاقستان د انرژۍ مرستیال وزیر، یرلان اکېنزانوف، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې په الماتي کې د قزاقستان-افغانستان سوداګریز فورم ته ویلي و چې قزاقستان د ټاپي نللیکې په جوړولو کې د ګډ...

منظور پښتین: نړیوال زبرځواک هېواد د نیابتي ډلو تر شا دي

تصویر
نوموړي وویل، چې اروپایي او جي پلس هېوادونه د نیابتي جنګیالیو ملاتړي دي او پېسې ورکوي . نن په لندن کې پښتانه د ملي جرګې په ترڅ کې سره راټول شوي وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اهدافو ملاتړ وکړي او د شته ستونزو د حل لپاره ګډه لار ولټوي . منظور پښتین د دغه جرګېګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل، چې افغانان په دې قانع نه دي چې نړۍ په ریښتیا د ترهګرۍ پر وړاندې ده . نوموړي وویل: «د وزیریستان په څنډو کې یو نالوستی شپون، چې خبرونو ته لاسرسی نه لري او له کلیوالو سیمو نه وو وتلی، هغه ته وویل چې د پاکستان رژیم د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم ډالر ترلاسه کولو کې ډېر هوښیار دی، مګر بیا یې په افغانستان کې د خپلو بې ثباته کولو عملیاتو تمویل لپاره مصرفوي. نو پوښتنه دا ده، چې کله په غرونو کې شپون په حقیقت پوهېږي، نو دا څنګه ممکنه ده، چې سي اې ای له حقایقو څخه ناخبره وي»؟ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپلو خبرو کې د نړۍ ځواکمنو هېوادونه تورن کړل، چې د غیرې قانوني وسله والو ډلو ملاتړ کوي . نوموړی زیاتوي: «دلته پراکسي سیسټونه چې څومره شوي دي پخوا یا اوس کېږي، د دوی پر شا باندې همدوی ولاړ دي، نړۍ...

امرالله صالح: "حقاني او وثیق د ملګرو ملتونو له بندیزونه سره، سره بیا هم ازادانه سفرونه کوي"

تصویر
د‌ پرځیدلي پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي چې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره، سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د ملي‌ امنیت رییس په از ادانه توګه متحده عربي اماراتو ته سفرونه کوي . هغه له ملګرو ملتونو غوښتي چې باید د دغو «لوړ پوړو ترهګرو » خلاف جدي اقدامات وکړي . دغه څرګندونې متحدهعربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق د درې ورځې مخکیني سفر په غبرګون کې شوي چې په ترڅ کې یې دغو دواړو طالب چارواکو د یاد هېواد له ولسمشر سره هم کتلي دي . د طالبانو دغه دوه جګپوړي غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېسټ کې دي او بهرنیو هېوادونو ته د سفر اجازه هم نه لري . د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال په خبره، ملګرو ملتونو د «Tai.144» او «TAi.082» کوډونو پر بنسټ پر دغو دواړو لوړ پوړو طالبانو بندیزونه لګولي؛ خو بیا هم د دغه سازمان غړو هېوادونو ته په ښکاره توګه سفرونه کوي. هغه ملګرو ملتونو ته په اشارې کې ویلي او پوښتلي: « ایا ستاسو دې مسئلې ته پام شته»؟ امرالله صالح له ملګرو ملتونو غوښتي چې د خپلو بندیزونو د پلي کولو لپاره دې له خپل ځواک، شهرت او ...

طالبان: د نړیوالې جنايي محکمې لخوا د ملا هیبت الله د نیولو حکم سیاسي انګیزه لري

تصویر
طالبانو د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د دوی د مشر هیبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه دوه ګونی چلن او د هغې انګېزه سیاسي بللې ده . د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې په دغو طالب مشرانو د نړیوالې جنايي محکمې تورونه بې بنسټه بللي او رد کړې یې دي . پرون (پنجشنبه/ د سلواغې ۴ / د جنورۍ ۲۳ مه) د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان نن په یوه بیان کې وویل چې معقول دلایل شته چې د طالبانو دا دوه مشران د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت په غاړه لري . د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په هغه اعلامیه کې چې د کریم خان د دفتر له خوا خپره شوې ده، ویل شوي چې د راټولو شویو شواهدو پر اساس، معقول دلایل موجود دي چې ملا هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د بشریت پر وړاندې د جنایت او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې مسؤول وګڼل شي . حقاني له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د رئیس په توګه کار کوي . د نړیوالې جزایي محکمې د څارنوال کریم خان له قوله ویل شوي چې دغه ځورونې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له ۱۵ مې نېټې ...

د هېواد د )بدن ښکلا) اتل په کابل کې ومړ

تصویر
د بدن د ښکلا او فېټنس فدراسیون مسوولینو د هېواد د ملي ټیم د غړي «علي‌رضا آساهي» د مړینې خبر ورکړی . د سرچینې د معلوماتو له مخې چې علي‌رضا آساهي پنجشنبه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې مړ شوی دی . د بدن د ښکلا او فېټنس فدراسیون دا هم ویلي چې د آساهي د جنازې مراسم به سبا (جمعه) د پل‌سرخ سیمې، د قلعه‌وزیر کوڅې په «امام زمان» جومات کې وشي، او د کابل په لوېدیځ «امید سبز» شهرک کې به خاورو ته وسپارل شي . علي‌‌رضا آساهي په تېر لړم میاشت کې د دویم کال لپاره د ۸۰ کیلو ګرامه څخه د زیاتو وزنونو په کټګورۍ کې د نړۍ د بدن جوړونې په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و . هغه سیالۍ د ۱۵ ام پړاو لپاره د مالدیپ په «ادوی» ښار کې شوې وې . د نوموړي پر مړینه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو غمرازي څرګنده کړي ده. د ویلو ده چې د بدن جوړونې په نړیوالو سیالیو کې د علي‌رضا آساهي پرله‌پسې لاسته‌راوړنې د افغانستان د لوبغاړو د هڅونې په برخه کې مهمې بلل شوې دي . بلخوا د هېواد ورزشکارانو په ټولنیزو پاڼو د «علي‌رضا آساهي» پر مړینه خپګان ښودلی او هغه یې د ورزش په برخه کې ستره ضایع بللې...

د پاکستان او طالبانو تر منځ د عربي متحده اماراتو منځګریتوب

تصویر
د افغانستان انټرنیشنل انګلیسي څانګې ته په کابل کې د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې متحده عربي امارات به د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو بې باوریو د له منځه وړلو لپاره منځګړیتوب وکړي. دغه سرچینې ویلي چې د طالبانو لوړپوړي امنیتي مشرانو هم هیله ښوولي چې د ای ایس ای له مشر سره وویني او خبرې ورسره وکړي. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی ریاست رئیس عبدالحق وثیق د سه شنبې په ورځ په ناڅاپي سفر متحده عربي اماراتو ته لاړل او د هغه هېواد د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره یې ولیدل. د امنیتي سرچینې په وینا، په ابو دوبۍ کې له شیخ محمد سره د طالبانو ددغه لوړپوړي امنیتي پلاوي موخه د پاکستان او طالبانو تر منځ د متحده عربي اماراتو د دولت منځګړیتوب دی. د طالبانو له دغه لوړپوړي هئیت مخکې د اماراتو د دولت رئیس شیخ محمد د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره هم لیدلي و. اسلام اباد طالبان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پر ملاتړ تورنوي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ادعا رد کړي او ویلي یې دي چې داد پاکستان کورنۍ ستونزه ده. طالبانو همدارنګه پاکست...

په جرمني کې یوه افغان دوه تنه د چاړې پر ګزارونو وژلي

تصویر
د جرمني د اشافنبورګ ښار په یوه پارک کې یوه ۲۸ کلن افغان د چاقو برید د یوه ماشوم، په ګډون د دوو تنو د وژلو په تور نیول شوی دی . د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ دا برید د “ترهګرۍ عمل” بللی او غندلی ده . په داسې حال کې چې په جرمني کې انتخاباتو ته، چې د مهاجرت او پناه غوښتنې موضوع یې د بحثونو سرټکی جوړوي، یوازې یوه میاشت پاتې ده، شولڅ له چارواکو وغوښتل چې «فوراً څرګنده کړي چې ولې بریدګر لا هم په جرمني کې و .»   پولیسو ویلي، یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن سړی چې ګومان کېږي د ماشوم د ژغورلو هڅه یې کړې وه، وژل شوي دي. په دغه برید کې دوه نور قربانیان سخت ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې د برید انګېزه لا معلومه نه ده او تحقیقات په لومړنیو پړاوونو کې دي . ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې بریدګر د یو ماشومانو د روزنیز مرکز په ډلې برید کړی چې په پارک کې وو . شپیګل راپور ورکړی چې بریدګر د سیمه ییزو پناه غوښتونکو په یوه مرکز کې اوسېده. ځینې نورې رسنۍ وايي چې دغه سړی په رواني ناروغۍ اخته و او تر درملنې لاندې و . د انتخاباتي کمپاین مخکښ فریدریش مرز، چې د مرکزي-ښي اړخ عیسوي ډیموکرات اتحادیې (CDU) مشر...

سعودي عربستان په امریکا کې د سوداګریزې پانګونې لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالر ځانګړي کړل

تصویر
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې اعلان وکړ، چې ریاض موخه لري څو له امریکا سره د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالره ځانګړې کړي . د سعودي عربستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دا سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر بېرته ستنېدو وروسته له یوهبهرني چارواکي سره د هغه لومړنۍ ټلیفوني خبرې دي . په راپورونو کې د محمد بن سلمان له قوله ویل شوي، چې د ټرمپ د ادارې د اټکل شوي اصلاحات کېدای شي، چې د يو بې‌ساري اقتصادي پرمختګ لامل شي . دا چې د سعودي عربستان دغه پانګونې به دولتي او که خصوصي وي، څه نه دي ویل شوي . د سعودي عربستان ولیعهد ویلي، چې نورو ښو فرصتونو ته په کتو سره به ریاض له واشنګټن سره په سوداګرۍ او پانګونه کې زیاتوالی راولي . د یادولو ده، چې دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته وویل، چې د نوي حکومت لومړنی بهرنی سفر به یې سعودي عربستان ته وکړي .

متحده عربي امارات په غزه کې بې ځایه شویو ته د "ژمنیو توکو" ویش ته دوام ورکوي

تصویر
متحده عربي امارات خپلې هڅې په دوامداره توګه د غزې په برخه کې د فلسطیني وروڼو سره د مرستو په ترڅ کې، د عملیات "شجاع نائټ ۳" په چوکاټ کې، چې د ولسمشر عالي حضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان تر لارښوونو لاندې پیل شوې ده، ترسره کوي . د عملیات "شجاع نائټ ۳" رضا کارانو د غزې په منځني برخه کې د "شهداء الأقصى" روغتون د امبولانس او بیړني کارکوونکو ته د ژمي جامې وویشلې، د دوی د هلو ځلو او په یخنۍ کې د دوی د مرستې مننه وشوه . همدارنګه، عملیات "شجاع نائټ ۳" د دير البلح په سیمه کې د "کنعان" کمپ کې بیځایه شوو کورنیو ته هیله ورکړه، چیرته چې ۵۰۰ کسانو ته د ژمي جامې وویشل شوې، ترڅو د یخنۍ سختۍ څخه یې مخنیوی وشي . همدارنګه، د شمالي غزې په "المستشفى الأهلي العربي" روغتون کې ماشومانو ته د ژمي جامې وویشل شوې . په "الزوايدة" سیمه کې، د "عابر سبيل" کمپ کې ۲۱۱ کورنیو ته د ښځو لپاره روغتیايي بستې وویشل شوې، ترڅو په سرپناه مرکزونو کې د ښځو ستونزې کمې شي . د عملیات "شجاع نائټ ۳" رضا کارانو همدارنګه د "الاحسان...