افغانستان کې ناچاوده توکي؛ د عامه پوهاوي په اړه یې ۵۰۰زره امریکايي ډالرو هوکړه وشوه
د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتو والي ادارې ویلي، چې د (AAR) په نامه له یوې جاپانۍ خیریه موسسې سره یې د څه باندې ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.
دغې ادارې په خبرپاڼه
کې زیاته کړې،چې یاده هوکړه د پېښو پر وړاندې مبارزې ته د چمتووالي ملي ادارې د رییس،
نورالدین ترابي او د دغې جاپانۍ موسسې د رییس، محمد بشیر باصر ترمنځ لاسلیک شوه.
سرچینه زیاتوي، چې د
دغې هوکړې له مخې یاده موسسه اړ ده چې په کابل، زابل او ځینو نورو سیمو کې د
ناچاودو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی وکړي.
افغانستان یو له جګړه ځپلو
هېوادونو څخه دی، چې لسیزو لسیزو یې جګړه تجربه کړې ده او هره سیمه کې د ناچاوده
توکو د شتون ګواښ شته.
د نظر خاوندان وایيو
تر جګړې وروسته عام افغانان ډېر په ترافیکي پېښو او د جګړو په سیمو کې د ناچاوده
توکو په چاودنه کې قرباني ورکوي، چې د دوی په خبره اړتیا ده په دې برخه کې مخلصانه
او چټک اقدامات وشي.

نظرات
ارسال یک نظر