د پاکستان او طالبانو تر منځ د عربي متحده اماراتو منځګریتوب


د افغانستان انټرنیشنل انګلیسي څانګې ته په کابل کې د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې متحده عربي امارات به د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو بې باوریو د له منځه وړلو لپاره منځګړیتوب وکړي.

دغه سرچینې ویلي چې د طالبانو لوړپوړي امنیتي مشرانو هم هیله ښوولي چې د ای ایس ای له مشر سره وویني او خبرې ورسره وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی ریاست رئیس عبدالحق وثیق د سه شنبې په ورځ په ناڅاپي سفر متحده عربي اماراتو ته لاړل او د هغه هېواد د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره یې ولیدل.

د امنیتي سرچینې په وینا، په ابو دوبۍ کې له شیخ محمد سره د طالبانو ددغه لوړپوړي امنیتي پلاوي موخه د پاکستان او طالبانو تر منځ د متحده عربي اماراتو د دولت منځګړیتوب دی.

د طالبانو له دغه لوړپوړي هئیت مخکې د اماراتو د دولت رئیس شیخ محمد د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره هم لیدلي و.

اسلام اباد طالبان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پر ملاتړ تورنوي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ادعا رد کړي او ویلي یې دي چې داد پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

طالبانو همدارنګه پاکستان تورنوي چې په بلوچستان او پښتونخوا کې ددوی د رژیم پرضد داعش ډله روزي تر څو افغانستان ناامنه کړي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي حالت مخ پر خرابېدو دی.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي